BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:06 گرينويچ 2007 ,08 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
باليوډدانگلستان د ليډز په ښار کې

سلمان خان -کترينا کيف
سلمان خان او کترينا کيف دباليوډ د رخصتۍ دجايزې په محفل کې چې د ايفا په نامه ياديږي په ليډز کې ډير وستايل شول .
دپنجشنبې په ورځ دانگلستان د ليډز په ښار کې د باليوډ ستوري د ايفا د جايزې د پرانيستې لپاره راټول شوي وو.
داسې ښکاريده لکه ټول باليوډ چې د انگلستان ليډز ښار ته راليږدول شوى وي ځکه چې ټول هندي ستوري دغلته شته وو .
په دې غونډه کې دومره خبريالانو گډون کړى وو چې له مينه والو او سيلانيانو څخه يې شمير ډير وو .
د هند فلمي ستوري له لندن څخه په يو ځانگړي اور گاډي کې د ليډز ښار ته ورغلل .

کله چې په غونډه کې سلمان خان ، اميتاب بچن ، شلپا شيټي او گويندا د وينا لپاره يو پر بل پسې راڅرگند شول د خبريالانو د لاسونو د پړکولو غږ هيڅ نه غلى کيده .

سلمان خان او کترينا کيف دباليوډ د رخصتۍ دجايزې په محفل کې چې د ايفا په نامه ياديږي په ليډز کې ډير وستايل شول .

عجيبه دا وه چې يو شمير خبريالانو د شعر په ژبه د هندي ستورو ستاينه وکړه .
د بي بي سي پښتو ويبپاڼه ددغې غونډې د ځينې برخو انځورونه وړاندې کوي .

شلپا

شلپا شيټي د بگ برادر له نندارې وروسته په برتانيا کې ډيره مشهوره شوې

سلمان خان

د ايفا جايزه د لومړي ځل لپاره په برتانيا کې ورکول کيږي . وتلي ستوري سلمان خان او ستورې سيالي بگت هم په کې گډون درلود

عمران هاشمي

عمران هاشمي ،سيالي بگت او گيتابسراني د دې ټرين دپرايستې پر مهال د مينه والو پام ځانته ورواړو

اميتاب او شلپا

دانگلستان په شمال کې د ايفا د رخصتۍ په ورځ له پرانيستې وروسته اميتاب بچن او شلپا شيټي د خبريالانو په وړاندې راڅرگند شول

ابيشيک او ايشوريا

ابېشيک بچن يې له ميرمنې اېشورايا راى سره د يورک په نامه د اورگاډي د تمى ځاى ترڅنگ

اميتاب

په ليډز کې د ايفا دجايزې دمراسمو د پرانيستې پر مهال اميتاب بچن وينا کوي

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت