BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:43 گرينويچ 2007 ,27 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د هري پاټروروستي کتاب ريکارډجوړکړ

هري پاټر
جي کې رولينگ ٢٥٠ ټوکه لاسليک کړل او د کتاب ٥٠٠ تنو مينه والو ته يې د کيسې ځينې برخې ولوستلې
په يوه شپه او ورځ کې د انگريزۍ ژبې د کسه ييزې لړۍ هري پاټر د وروستي کتاب ١١ ميليونه ټوکه وپلورل شول چې په نړۍ کې د کتاب د ډير خرڅلاو نوى ريکارډ دى .

د کتاب دوه ميليونه او ٧٠٠ زره ټوکه په برتانيا او اته ميليونه او ٣٠٠ زره هغه يې په امريکا کې پلورل شوي دي .

د کتاب د چټک خرڅلاو مخکينى ريکارډ د هري پاټر له شپږمې برخې سره تړاو درلود چې په ٢٠٠٥ کال يې د يوې ورځې په اوږدوکې نهه ميليونه ټوکه پلورل شوي وو.

د ليکوالې جى کې رولينگ ددغه لړۍ وروستى کتاب د تيرې جمعې په شپه څه د پاسه ٩٠ هيوادونو په بازار کې پر يو وخت راووت.

د کتاب د راوتلو له مهال سره جوخت جى کې رولينگ د لندن د طبيعي تاريخ په موزيم کې ٥٠٠ مينه والو ته د کتاب ځينې برخې ولوستې او ٢٥٠ ټوکه يې لاسليک کړل.

د پلور په لومړۍ شپه مينه والو د کتابونو د پلورنځيو په وړاندې کتارونه جوړ کړل او دهري پاټرد کيسې د څيرو په ډول يې جامې اغوستې وې.

يوه لسيزه وړاندې چې ددغې کيسه ييزې لړۍ لومړى کتاب خپور شو تر اوسه يې ٣٣٦ ميليونه ټوکه پلورل شوي دي چې د کتاب د پلورلو په برخه کې د يوۀ اوښتون مانا لري.

يواځې د امريکې په متحدو ايالاتو کې د لړۍ د وروستي کتاب ١٢ ميليونه ټوکه چاپ شوي دي

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت