ايمل پسرلى لندن |  |
د هري پاتر ناول شپږم ټوک تېره اوونۍ خپور شو ، وار د واره يې ١٠ ميليونه ټوکه پلورل شوي او گڼ ريکارډونه ماتوي ، دغه ناول ولې دومره مينه وال لري ؟ پېلوزى به يې په خپل اوونيز بحث کې د نړيوالو ادبياتو له استاد ډاکټر احسان اذري او د فرانسې د ختيځو ژبو او مدنيتونو د ملي انستيتيوت له استاد نجيب منلي سره يادوي . د نړۍ د يوۀ بل لا مشهور او شهکار ناول ، مور ، پاڼې هم اړو او د کتابونو له نوم لړ سره به په کندهار کې د يوې نوې اوونيزې ، سور غر ، له چلونکي سره ايمل پسرلى خوالۀ ولري. د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي . دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ ، د يکشنبه په سهارنۍ او د دوشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ . |