BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:51 گرينويچ 2007 ,01 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په امريکا کې دهري پوټر بل انځور

هري پوټر
جوړنکې ډلې هيله ښولې چې دغه پارک به د اغلې رولينگ د تخيل اصلي زيږنده وي .
دکوډگرې نړۍ د منل شوي اثر هيري پوټر له مخې په امريکا کې يو پارک جوړيږي .

د هري پوټر د جادوي نړۍ په څير دغه پارک به د امريکا د فلوريدا په ايالات کې د ٢٠٠٩ زيږدي کال په اوږدو کې پرانيستل شي .

د کتاب ليکوالې ((جې کې رولينگ )) وويل ، ددې پروژې په اړه پوره مالومات لري او

هيله يي وښوده چې د هيري پوټر دلړۍ د کتابونو او فلمونومينه وال به ددې پارک په ليدو سره ډير خوشاله شي او هيڅکله به نهيلي نشي .

په دې پارک کې به د هيري پوټر خيالي منظرې جوړې شي ،هټۍ اونورې په زړه پورې

منظرې چې په دې لړۍ کې شته دي او انځورونه به يې په دې پارک کې شته وي .

جوړنکې ډلې هيله ښولې چې دغه پارک به د اغلې رولينگ د تخيل اصلي زيږنده وي .

ددې پارک د ودانولو چارې به د وتلي ډيزاينر او انځورگر سټيورټ کريگ په مشري تر سره شي .

 له دې پارک څخه موخه داده چې د هغې نړۍ اصلي انځور وړاندې کړي چې په هري پوټر کې کاږل شوى دى .
سټورټ کريگ

ښاغلى کريگ د هيري پوټر د فلمونو په جوړولو کې هم لوى لاس کړى دى .

.نوموړي وويل ، له دې پارک څخه موخه داده چې د هغې نړۍ اصلي انځور وړاندې کړي چې په هري پوټر کې کاږل شوى دى .

د هري پوټر د وتلې لړۍ ژباړه په ٦٥ ژبو کې شوې ده او په ټوله نړۍ کې يي ٣٢ مليارده پنځه مليونه گڼې پلورل شوي دي.

له دې لړۍ څخه جوړو شو فلمونو په ملياردونو ډالره تر لاسه گټلي دي .

دهري پوټر پنځم فلم (Harry Potter and the Order of the Phoenix) به د جولاى په ١٣

نيټه په لندن کې نندارې ته وړاندې شي اوددې لړۍ وروستى کتاب (Harry Potter and Deathly Hallows) به د جولاى په ٢١ بازار ته راووځي .

ورسره تړلي نور خبرونه
د پيلوزى د پروگرامونو ارشيف
21 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت