BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:29 گرينويچ 2007 ,17 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کوچيان به سږ کال د هزاره وو سيمو ته نه ځي

د کوچيانو خيمه
نژدې درې اونۍ کېږي چې په بهسودو کې له سيمه ييزو هزاره گانو کوچيان په لانجه اوښتي
د ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه د ميدان وردگو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې مېشتو کوچيانو منلې ده چې سږ کال به په هزاره مېشتو سيمو کې خپلو دوديزو څړځايونو ته نه ورځي او تر کومه ځايه يې چې پر مختگ کړى دى، د يوې اونۍ په اوږدو کې به ترې بيرته وځي.

په وروستۍ يوه مياشت کې د ميدان وردگ ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د کوچيانو او سيمه ييزو هزاره گانو تر منځ د ملکيت پر سر سختې وسله والې نښتې شوي دي چې په ترڅ کې يې د چارواکو په وينا له دواړو غاړو نه څلور کسان وژل شوي او تر لسو ډير ټپيان شوي دي.

که د تيرې څه دپاسه يوې مياشتې په ترڅ کې له يوۀ اړخه د کوچيانو او سيمه ييزو هزاره گانو تر منځ وسلوالې نښتې روانې وې نو بل پلو دواړو غاړو د ستونزې د هواري په موخه له لوړ پوړو دولتي چارواکو او ان ولسمشر حامد کرزي سره ليده کاته کول.

د خبرو اترو د همدې لړۍ په ترڅ کې د يکشنبې (چنگاښ ٤٢مه) پر ورځ ولسمشر له کوچيانو څخه غوښتنه وکړه چې سږ کال خپلو دوديزو څړځايونو ته کډه نه شي، چې دا به د ستونزې د يوۀ تلپاتې هواري په برخه کې مرسته وکړي.

په قامي چارو کې د ولسمشر حامد کرزي سلاکار او د کوچيانو او سيمه ييزو وگړو د ستونزو د هواري د کميسيون مشر وحيد الله سباوون خبريالانو ته وويل چې کوچيانو د ښاغلي کرزي وړانديز منلى دى خو په دې شرط چې دا پريکړه به په راتلونکي وخت کې د يوۀ قانون بڼه نه غوره کوي.

 د ولسمشر د غوښتنې تر منلو وروسته به د نښتو له ويرې بې ځايه شوي کډوال خپلو مينو ته ستانه شي او د ستونزې قانوني هواري ته به لاره هواره شي
د ولسمشر کرزي سلاکار، وحيد الله سباوون

په تيرو پنځو کلونو کې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د کوچيانو او سيمه ييزو خلکو تر منځ د څړځايونو پر سر نښتې شوي دي چې کله کله يې دواړو غاړو ته مرگ ژوبله اړولې ده،کارپوهان ددې نښتو يو لامل د سيمه ييزو وگړو د شميرې ډيريدل او د ميشت سيمو پراخه کيدل بولي.

د ميدان وردگ ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې هم د کوچيانو او سيمه ييزو وگړو په وروستيو نښتو کې، د چارواکو په وينا، له دواړو غاړو څخه څلور کسان وژل شوي او تر لسو ډير ټپيان شوي دي.

هره غاړه پر بلې پړه اچوي چې گواکې ددوى حقونه يې تر پښو لاندې کړي دي.
ښاغلي سباوون وويل چې د ولسمشر د غوښتنې تر منلو وروسته به د نښتو له ويرې بې ځايه شوي کډوال خپلو مينو ته ستانه شي او د ستونزې قانوني هواري ته به لاره هواره شي.

کوچيانو ادعا کوله چې په هزاره ميشتو سيمو کې د خپلو څړځايونو اسناد لري، خو هزاره گان وايي چې دا اسناد زاړه او له اعتباره لويدلي دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت