BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:32 گرينويچ 2007 ,08 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د کوچيانو-هزاره گانو لانجه دې حل شي'

کوچيان
په بهسودو کې کوچيان وايي چې هزاره گانو سيمه پرې تنگه کړې او هغوى اول بريد پرې کړى، خو هزاره گان بيا اپوټه ادعا لري
په افغانستان کې د ملي جبهې په نامۀ نوې جوړې شوې سياسي ټلوالې له دولته دځمکو پر سر دکوچيانو او هزارگانو تر منځ د روان کړکېچ د ژر حل غوښتنه وکړه.

شخړه دميدان وردگو ولايت د بهسودو په ولسوالۍ کې د سيمه ييزو خلکو اوکوچيانو ترمنځ دځمکې پر سر را پيدا شوې. دافغان حکومت لخوا دکو چيانو د ستونزو دحل کميسيون وايي چې د وروستۍ شخړې په ترڅ کې د دواړو خواوو نه اته تنه مړه او ټپيان شوي دي او د دوى په باور اوس جگړه درېدلې.

دغه کميسيون د ملي جبهې دا تور نه مني چې دبهسودو په سيمه کې د کوچيانو او ځايي اوسيدونکو د لانجې په حل کې څه نه کوي.

په دې وروستيو کې دکوچيانو او ځايي اوسيدونکو ترمنځ د ځمکو او څړځايونو پر سر شخړې زياتې شوې. د ميدان وردگو ولايت د بهسودو په سيمه کې د کوچيانو او سيمه ييزو هزارگانو ترمنځ د ځمکې پر سر خبره پنځه ځلې جگړې ته رسيدلي چې د چارواکو په وينا له دواړو خواو نه دوه تنه مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

ويل کيږي چې يو شمير ځايي اوسيدونکي له سيمې کډه کولو ته هم مجبوره شوي چې د حکومتي چارواکو په وينا اوس ډز بندي شوي او د حل لپاره يې هڅې رواني دي. خو دملي جبهې وياند مصطفى کاظمي په يوه خبري کنفرانس کې پر حکومت تور ولگاوۀ چې گواکې پر دغې ستونزې سترگې پټوي.

هغه وويل: ''دکميسيون لخوا دخلکو دکارونو هېڅ غوټه نه ده خلاصه شوې. عملا د هزارجاتو له سېمې خلک بيځايه شوي. بايد په ډاگه ووايو چې له دغې موضوع سر سري چلند به دافغانستان دخلکو په منځ کې ژور سيا سي او ټولنيز درزونه رامنځته او پر دولتي ادارو به دخلکو بې باوري زياته کړې ځکه له پنځه اونيو راپديخوا لانجه روانه ده او حکومتي کمېسيون يوازې دمنځگړتوب خبره کوي.''

 ''زه په خپله د کمېسيون لخوا بهسودو ته ولاړم هلته مو د هزاره وروڼو او کوچيانو غوښتنې او نظرونه واوريدل. سملاسي مو داوربند پرېکړه وکړه. هزاره گانو ويل کو چيان پر دوى ظلم کوي، خو کو چيانو ويل دوى دروازه بنده کړي اودوى وړاندې نورو سيمو ته نه پريږدي او دعو ه يې وکړه چې هزارگانو پرې بريد کړى.
وحيد الله سباوون، د ولسمشر لخوا د کوچيانو د مسالې د حل لپاره د ټاکل شوي کمېسيون مشر

ښاغلي کاظمي په سملاسي توگه د دغې لانجې دحل غوښتنه وکړه، خو بل خوا دولسمشر کرزي لخوا د ټاکل شوي کميسيون مشر وحيدا لله سباون دا خبره نه مني او وايي چې د اور بند ترڅنگ يې د دواړو خواو غوښتنې او نظرونه اوريدلي او شخړې د ژر حل په لټه کې دي.

ښاغلي سباوون وويل: ''زه په خپله د کمېسيون لخوا بهسودو ته ولاړم هلته مو د هزاره وروڼو او کوچيانو غوښتنې او نظرونه واوريدل. سملاسي مو داوربند پرېکړه وکړه. هزاره گانو ويل کو چيان پر دوى ظلم کوي، خو کو چيانو ويل دوى دروازه بنده کړي اودوى وړاندې نورو سيمو ته نه پريږدي او دعو ه يې وکړه چې هزارگانو پرې بريد کړى.''

د ملي جبهې وياند وويل دهزاره جاتو خلک ورغلي اوگواکې له دوى څخه يې دکوچيانو سره ددغې شخړې دحل غوښتنه کړې. ښاغلي کاظمي داسې اشارې ورکړې چې گواکې دهزارجاتو په سيمه کې د کوچيانو دځاى پر ځاى کيدو لپاره باېد تخنيکي څيړنه او ارزونه وشي چې دده په وينا په دغه سيمه کې دومره ځاى شته چې پر سيمه ييزو خلکو سر بېره نورو خلکو ته ځمکې وسپارل شي.

ده زياته کړه: ''هلته بايد يو تخنيکي پلاوى ولاړ شي چې هلته د دې کار گنجايش شته، يعنې دا موضوع د ې دپټولو پر ځاى ژوره وکتل شي. هم دې دکوچيانو ستونزه په پام کې ونيسي او هم دې د سيمه ييزو خلکو ستونزو ته پام وکړي چې دهغې سيمې خلک کمه ځمکه لري. دحکومت مسوليت دادى چې دې مسلې ته هم له سيا سي، هم له اقتصادي او هم له ټولنيزه اړخه دحل لاره پيدا کړي.''

د بهسودو په ولسوالۍ کې مېشت سيمه ييز هزاره اوسېدونکي يو مخ په هغه سيمه کې دکوچيانو له شتون سره مخالف دي او وايي چې سيمه د دوى لپاره کمه ده او په نورو سيمو کې د کوچيانو د ميشتېدو غوښتنه کوي. خو کو چيان وايي په ټول هزاره جات کې ددوى داسې ځمکې نيول شوې چې په وينا يې شرعي اسنادونه يې په لاس لري.

 ''دکميسيون لخوا دخلکو دکارونو هېڅ غوټه نه ده خلاصه شوې. عملا د هزارجاتو له سېمې خلک بيځايه شوي. بايد په ډاگه ووايو چې له دغې موضوع سر سري چلند به دافغانستان دخلکو په منځ کې ژور سيا سي او ټولنيز درزونه رامنځته کړي.
مصطفى کاظمي، د ملي جبهې وياند

ددې ستونزو دحل لپاره د ټاکل شوي کميسيون مشر ښاغلى سباون وايي چې دجگړې د حل نه وروسته به په بهسودو او نور سيمو کې د کوچيانو د لانجو حل دمحکمو له لارې پاى ته ورسوي.

ښاغلي سباوون وويل: ''کو چيان وايي موږ اسناد لرو چې جگړه حل شي وروسته به دواړه محکمې ته وليږو چې دځمکو او څړ ځايونو مسلې او اسناد يې وڅيړي.که محکمې کوچي ته حق ور کړ او که يې ور نه کړ. په ټول افغانستان کې به دغه چاره تر سره کړو.''

ښاغلى سباوون وايي دولسمشر کرزي په گډون ټول افغان چارواکي ددغې موضوع جدي او پراخ حل غواړي چې په باور يې وخت ته اړتيا لري. خو د ملي جبهې وياند پر حکومت له نيوکو سره سره په سملاسي توگه ددغو ستونزو د حل لپاره پر کميسيون سربېره دنورو هڅو غوښتنه کوي او په ټول افغانستان کې پر دولت دکوچيانو دميشتېدو دغم خوړلو غږ کوي چې په باور يې په دغه هېوا دکې دورته جنگونو مخه ونيول شي.

کو چيان په دوديز ډول هر کال په دوبي کې د خپلو څارويو سره دافغانستان مرکزي سيمو ته ځي او په ژمي کې گرمو سيمو ته را کوزيږي چې له تيرو څو کلونو را پدېخوا دغه خلک ددغه هېواد په بيلا بيلو سېمو کې د ځايي او سېدونکو سره دځمکو او څړځايونو پر سر په وسله واله شخړو اوښتي او دعوه کوي چې يو شمير ولايتو نو کې يې ځمکې نيول شوې دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت