BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:22 گرينويچ 2007 ,16 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م.م: بهسودو ته دې امنيتي ځواکونه ولېږل شي

کوچيان
کوچيان وايي ځايي اوسېدونکي دوى خپلو دوديزو څړځايونو ته نه پرېږدي
په کابل کې د ملگرو ملتونو دفتر د ميدان وردگ ولايت د بهسودو ولسوالۍ د حالت په اړه انديښنه ښودلې چې په وروستيو کې پکې د سيمه ييزو هزاره اوسېدونکو او کوچيانو ترمنځ نښتې شوې.

د راپورونو له مخه د دغو نښتو په ترڅ کې دواړو غاړو ته مرگ ژوبله اوښتې او داسې ادعاوې هم شته لري چې ځينو سيمه ييزو اوسيدونکو له خپلو کورونو نه کډې کړي دي.

په کابل کې د ملگرو ملتونو دفتر (يونما) له دولته غوښتنه کړې ده چې په دغه کړکيچنه ولسوالۍ کې نور امنيتي ځواکونه ميشت کړي. د ملگرو ملتونو دغه دفتر د ستونزې د غوڅولو په موخه تر اوسه د ميدان ودرگ ولايت بهسودو ولسوالۍ ته دوه پلاوي هم ليږلي دي.

په دغې شخړه کې چې پنځه اونۍ يې کېږي ويل کېږي چې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

کوچيان وايي چې سيمه ييز وگړي دوى خپلو دوديزو او موسمي څړځايونو ته نه پريږدي، خو سيمه ييز خلک وايي چې کوچيان د هغوى د ځمکود نيولو هڅې کوي.

افغان دولت د ستونزې د هوارۍ په موخه سيمې ته يو پلاوى ليږلى و، خو دواړه غاړې وايي چې ستونزه نه ده هواره شوې او شونې ده چې د جگړې اور يو ځل بيا تازه شي.

په کابل کې د يونما وياند صديق عليم د بهسودو ولسوالۍ د اوسني حالت په اړه انديښنه وښوده او ويي ويل چې دوى د خپلو پلاوو د لاس ته راوړنو په رڼا کې دولت ته ځينې وړانديزونه کړي دي چې يو يې په سيمه کې د نورو ډيرو امنيتي ځواکونو مېشت کول دي.

هغه خبريالانو ته وويل: ''د بهسودو ولسوالۍ اوسنى حالت يونما ته د سختې انديښنې ځاى دى، موږ له يوۀ ډير ستونزمن حالت سره لاس او گريوان يو. د ستونزې د هواري په موخه يونما افغان دولت ته ځينې وړانديزونه کړي دي چې يويې د نښتو د مخنيوي په موخه سيمي ته د ډيرو امنيتي ځواکونو ورليږل دي.''

 د ستونزې د هواري په موخه يونما افغان دولت ته ځينې وړانديزونه کړي دي چې يويې د نښتو د مخنيوي په موخه سيمي ته د ډيرو امنيتي ځواکونو ورليږل دي
د يونما وياند، عليم صديق

سربېره پر دې، ښاغلي عليم وويل چې د کوچيانو او سيمه ييزو هزاره گانو تر منځ بايد د دولت په منځگړتوب خبرې اترې پيل شي.

نوموړي وويل چې ملگرو ملتونو هم د همدې خبرې په موخه تر اوسه کړکيچنې سيمې ته دوه پلاوي استولي دي خو ددغو پلاوو د لاس ته راوړنو په اړه خبريالانو ته جزيات ور نه کړل.
ځينې خلک د کوچيانو او سيمه يزو خلکو د شخړې په اړه د ولسمشر حامد کرزي هڅې پوره نه گڼي او وايي که ددغې ستونزې هواريدو ته سمه پاملرنه ونه شي،کيدى شي دغه لانجه نورو ولايتونو ته هم سر وکړي.

خو افغان چارواکي وايي چې په بهسودو ولسوالۍ کې جگړه پاى ته رسيدلې ده او د شخړې د بشپړ هواري په موخه هغه کميسيون خپل کار پيل کړى دى چې ولسمشر حامد کرزي ددغې موخې لپاره گومارلى دى.

د چارواکو په وينا يو دولتي پلاوې هم په دې موخه سيمې ته ژر رسېدونکى دى چې وضعه له نژدې څخه وڅاري.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت