BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:45 گرينويچ 2007 ,13 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان: سيلانيانو راماتول غواړو

مجسمې
افغانستان له ١٢٠ څخه ډيرې تاريخې سيمې لري چې د سيلانيانو لپاره زړه راښکونکي دي.
دافغانستان داطلاعات او کولتور وزارت وايي چې د ملگرو ملتونو د فرهنگي ټولنې يونسکو په ملاتړ يې داسې تگلاره جوړه کړې ده چې په پلې کولو سره به يې دغه هيواد ته د گڼ شمير بهرنيو سيلانيانو راتگ پيل شي.

په دې پروژه به څه دپاسه ٧ ميليونه ډالره لگښت راځي چې د راروانو دريو کلونو په ترڅ کې به يې کار پاى ته ورسيږي .

افغانستان گڼې لرغونې نښې او د ليدو وړتاريخي سيمې لري-له همدې کبله چارواکي وايي که سيلانيان رامات شول نو دغه هيواد به هر کال د ميلونو ډالرو گټه تر لاسه کړي.

افغانستان له ١٢٠ څخه ډيرې تاريخې سيمې لري چې د سيلانيانو لپاره زړه راښکونکي دي.
خو داچې په دغه هيواد کې امنيت کړکيچن دى ،نړيوال سيلانيان يې ليدو ته زړه نه ښه کوي.

د افغانستان د اطلاعات او کولتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي وايي چې افغانستان د نړيوالو سيلانيانو لپاره گڼ لرغوني اثار او د سيل سيمې لري.

اطلاعات او کلتور وزارت غواړي چې د افغانستان ټولو سيمو ته د سيلانيانو پام راواړوي،خو ډير ارزښت باميانو ته ورکړل شوى دى.

دغه ولايت د بودا دوه سترې او لرغونې مجسمې لرلې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په وروستيو مياشتو کې ړنگې کړې.

اوس افغانستان د يونسکو او جاپان هيواد په مرسته غواړي چې د نړيدلو مجسمو پر ځاى نوې مجسمې جوړې کړي.

دغه ولايت د بند امير په نامۀ يوه ابنا هم لري چې د اوړي په موسم کې ورته له لريو هيوادونو څخه د راز راز مرغانو سيلونه راځي او د سيمې ښکلا لا پسې ډيروي.

خو سره له دې بيا هم افغانستان ته د تير مهال په څير سيلانيان نه راځي ښايي يو لامل يې دا وي چې د جگړو په کلونو کې لرغونو نښو نښانو ته نه رغېدونکي زيانونه اوښتي او بله داچې نړيوال د افغانستان د امنيتي حالت په اړه هم انديښمن دي .

افغان چارواکي وايي که سيلانيانو ته اړينې اسانتياوې برابرې شي نو دغه هيواد به هر کال په ميلونونو ډالر لاس ته راوړي.

د سيلانيانو د را ماتولو پروژه څه دپاسه ٧ ميلونو ډالرو ته اړتيا لري چې لايې چا د مالي ملاتړ ټټر نه دى وهلى.

ورسره تړلي نور خبرونه
د فوټبال تاريخچه
11 جون, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت