|
دکابل دښار بيارغونه اود تاريخي هويت د ساتنې ستونزه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ښاري پراختيا وزارت د کابل د زاړه ښار د پرمختيايي پلان د بشپړيدو د خبر ورکولو په ترڅ کې وايي چې ددغې سيمې تاريخي هويت بايد وساتل شي . دا د ښار هغه لرغونې برخه ده چې په ٧٠ يمه لسيزه کې د تنظيمي جگړو په مهال تر ډيره ويجاړه شوې . حکومت تر دې وړاندې د مناسب پرمختيايي پلان د نشتوالي د پلمې په مخې ته کولو د ښار په دغه سيمه کې د هيڅ ډول ودانۍ د جوړولو اجازه نه ورکوله . اوس په مخې ته شوي پرمختيايي پلان کې دا شرط ايښودل شوى چې په نويو ودانيو کې به د ښار د دغې برخې د لرغونتوب ساتلو ته پام کيږي . چارواکي وايي داسې نقشو او طرحوته به اجازه ورنه کړي چې د ښار د دغې سيمې تاريخي هويت او ځانگړتيا ته تاوان واړوي . دميوند په نامه دکابل د ډير مشهور واټ دواړو غاړو ته گڼې ويجاړې ودانۍ لا تر اوسه د هغو درنو جگړو نښه بلل کيږي چې په کابل کې د تنظيمونو تر مينځ د واک د گټلو په سر په ٧٠ يمه لسيزه کې پيښې شوې . دغه ويجاړې کنډوالې لا تر اوسه په خپل حال پاتې دي او هغه بهرنيان چې د لومړي ځل لپاره کابل ته مخه کوي د هغه مهال د جگړو د جاج اخيستو لپاره همدغو کنډوالو ته مخه کوي . دا په داسې حال کې ده چې د ښار په نورو سيمو کې د لويديځ په سټايل په شنو هندارو پوښلې لوړ پوړيزې ودانۍ ، پنځه ستوريز هوټلونه ، لوى سوداگريز شرکتونه او د استوگنې خورا لوړ بيه او عصري کورونه يو په بل پسې په جوړيدو دي . دغلته د ښار د نورو سيمو په څير د نويو ودانيو جوړيدو ته د اجازې د نه ورکولو تر شا د حکومت لوى دليل دا وو چې خپل سرې نقشې او ودانۍ به گواکې د لرغوني کابل د دغې مشهورې سيمې تاريخي هويت او ارزښت ختم کړي . خو د ښاري پراختيا وزير انجينر يوسف پښتون د چهارشنبې په ورځ د همدغه ځانگړې سيمې لپاره د داسې يوه پرمختيايي پلان د بشپړيدو خبر ورکړ چې پر مټ به يې دغلته د حکومت له لورې پر ودانيزو چارو د اوږدې مودې لگول شوى بنديز پورته کيږي . د بنديز د ختميدو له دغه اعلان سره جوخت ښاغلي پښتون د حکومت له لورې د لگول شويو ځينو شرطونو اعلان هم وکړ . په دې کې لوى شرط دا دى چې د دغې سيمې د ځمکو مالکان او سوداگريز شرکتونه مکلف بلل شوي چې د ودانيزو چارو د پيل په مهال به د مخې ته شوي پرمختيايي پلان ځانگړتياوې په کله په پام کې نيسي او بل دا چې په دې برخه کې به د حکومت له لورې د گمارل شوي ځانگړي کميسون سلا مشورو ته غوږ نيسي . د ښاغلي پښتون په وينا اوس دا د کابل ښاروالۍ او خلکو دنده ده چې دغه پلان عملي کړي . چارواکي دا هم وايي چې په دغه پلان کې ډيرې عصري اسانتياوې لکه د اوبو او بريښنا د رسولو ډاډمن سيستمونه ، کاناليزاسيون ، پراخې کوڅې او واټونه او داسې نور په پام کې نيول شوي . اوس پوښتنه دا ده چې که د ښار دغه برخه چې د يوه لوى سوداگريز مرکز بڼه هم لري ، په عصري او پرمختللي دول جوړيږي نو بيا د بالاحصار ، شوربازار ، چنداولو او ورته نورو ځايونو تاريخي هويت څنگه ساتل کيدى شي ؟ دا ډول که عصري نقشه پلي کيږي نو په دې کې به هرو مرو د ډيرو خلکو ملکيتونه هم لاندې کيږي . دغه ستونزه به څه ډول اواريږي او بلاخره دغلته نړيدلې کنډوالې په ځينو ځايونو کې داسې سره گډې شوي چې د بريدونو معلومول يې پخپله د ملکيتونو د خاوندانو له وسه هم وتلي بريښي . دا هغه ننگونې دي چې ښايي حکومت او ښاروالي د پلان د پلي کيدو له همدې پيله ورسره مخامخ شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||