|
د فوټبال تاريخچه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د فوټبال د نړيوالو اتلوليو اتلسمه سيالي د روانې ميلادي مياشتې پر نهمه نيټه پيل شوه . دغه سيالۍ به تر يوې مياشتې پورې د نړۍ په ګوډ ګوډ كې د فوټبال د مينوالو د پاملرنې وړ وي . د فوټبال نړيواله اتلولي چې په هرو څلورو كلونو كې يوځل رامنځته كيږي ددغې لوبې په نړيوال بهير كې ستر اوښتون بلل كيږي . دغه سيالۍ په لسګونو ميلونه خلك د نړۍ په هره برخه كې د يوې مياشتې لپاره بوخت ساتي . كه څه هم د فوټبال نړيوال فدراسيون ( فيفا ) په كال نولس سوه څلورم " ١٩٠٤" زيږديز كې رامنځته شو خو شپږويشت كاله وروسته يې د نړيوالو اتلوليو سيالۍ راوبلل شوې . (فيفا) پر نولس سوه اته ويشتم زيږديز كال د امسټرډام په ښار كې پخپله كلنۍ ناسته كې دداسې سياليو د رابللو خبر وركړ چې ددغه فډراسيون ګردو غړو يې له مخې په كې د ګډون لار وموندله . د نړيوالو اتلوليو سيالۍ يوه داسې نظريه وه چې د فيفا دريم ريس ژول ريمه له كلونو كلونو راهيسې پخپل ذهن كې ګرزوله. له هغې وړاندې د فوټبال نړيوالې سيالۍ يوازې د اولمپيك تر سياليو پورې رالنډې وې چې په ټوليز ډول به فوټبال د نورو لوبو تر سيوري لاندې راته . په نولس سوه نهه ويشتم ميلادي كال كې فيفا د لومړي ځل لپاره د بارسولونا په ښار په دې ناسته كې پريكړه په دې وشوه چې د يوروګوايي هيواد چې د فوټبال د نولس سوه څلورويشتم كال دالمپيك اتل وو، د راتلونكي كال د نړيوالو اتلوليو لپاره د خپلواكۍ د سلمې كليزې په وياړ د لومړني كوربه هيواد په توګه ونومول شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||