هلمند کې یوامریکايی خبریال او د هغه ژباړن وژل شوي

د عکس سرچینه، AP
د سویلي ولایت هلمند په مارجه ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو په یوه برید کې یوامریکایی خبریال او دهغه ژباړن وژل شوي دي.
په هلمند کې د قول اردو د رسنیو د څانګې مرستیال احمد شکیل تسل وایي، چې وژل شوی امریکایی ډېویډ ګیلکي او د هغه ژباړن ذبیح الله تمنا د طالبانو په یوه توغندیز برید کې ووژل شول.
ټاکل شوې د امریکايي عکاس او افغان ژباړونکي او سمبالونکي مړي نن کابل ته راوړل شي. یاد خبریال او افغان ژباړونکی یې د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د طالبانو د کمین په درڅ کې د راکټي برید له کبله ووژل شول.
د افغان ملي اردو یو سرتېری هم چې له دوی سره په زغره وال ګاډې کې ووژل شو.
د امریکا د ملي رادیو عکاس دیویډ ګیلکي او ژباړونکی یې ذبیح الله تمنا د ځان ساتنې لپاره د ملي اردو په موټر کې سفر کاوه چې د مارجې په ولسوالۍ کې د طالبانو د راکټي برید له امله ووژل شول.
۳۸ کلن ذبیح الله تمنا د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار کې نړۍ ته راغلی و.
پلار یې رضوان قل تمنا یو افغان شاعر او لیکوال دی.
ذبیح الله تمنا د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي څخه فارغ شوی و.
ښاغلی تمنا په ۲۰۰۲ کال کې د چین له خبري اژانس شینهوا سره کار پیل کړ. په لومړیو کې د ژباړونکي او بیا په ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۰ پورې د دغه اژانس د عکاس په توګه کار کاوه وروسته یې بیا د ترکیې خبري اژانس انادولو سره د ازاد خبریال په توګه کار وکړ.
ذبیح الله تمنا له یوه کال راهیسې د ازاد خبریال، عکاس او د امریکا ملي رادیو بهرنیو خبریالانو سره د سمبالونکي په توګه کار کاوه.
په شینهوا خبري اژانس کې همکار محمد حلیم وايي:
''ده د سمبالونکي، خبریال او عکاس په توګه کار کړی، په هره برخه کې کار کاوه ډېر زحمت کش و زه فکر نه کوم چې څوک دې وي چې له هغه نه بده خاطره ولري له هر چا سره نیکه رویه درلوده د اخلاقو نمونه وه''.
له ښاغلي تمنا نه درې ماشومان پاتې شوي چې مشر ماشوم یې اته کلن دی.
خو امریکايي عکاس ډیویډ ګیلکي د امریکا ملي رادیو ان پي ار سره کار کاوه. د دغه ادارې مرستیال مایکل اورسکس بي بي سي ته وویل،
ډیویډ د سپتمبر له ۱۱ راهیسې په عراق او افغانستان کې د شخړو او جګړو خبرونه ورکول.
د نوموړي په وینا، ډیویډ خپل ژوند د دغو جګړو پوښښ ته ځانګړی کړی و او په دې لاره کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ګیلکي لومړنی امریکایی خبریال دی چې د افغانستان کې جګړه کې ووژل شول.
نوموړي د خپل مسلکي ژوند په بهیر کې یو شمېر انعامونه تر لاسه کړي چې په ۲۰۰۷ کال کې د امي جایزه او په ۲۰۱۱ کال د سپینې ماڼۍ د عکاسانو له ټولنې څخه د کال غوره عکاس جایزه تر لاسه کړه.

د جګړو زړو سرتیرو د ساتنې د ډول په اړه او د ایبولا د کړکېچ په اړه خبري پوښښ تړاو ان پي ار ته جایزې ګټلې.
ډیوید ګیلکی تیر کال د نړیوال بیړنیز خبرو د پوښښ، جګړو او طبیعي پېښو په تړاو یې د ادواردو مرو جایزې ګټلې.
د افغان ولسمشر اشرف غني دغه برید د غیر نظامي او خبریالانو پر وړاندې د نوموړي په وینا، د طالبانو د سخت زړي نښه وبلله.








