"روغتیایي مشورو د ډېرو کورنیو د ژوند بڼه اړولې"

په دې وروستیو کې افغان ښارونو کې د کوچنیانو د ښې روزنې او ژوند جوړولو لپاره دکورنیو هڅې لیدل کېږي.
د عکس تشریح، په دې وروستیو کې افغان ښارونو کې د کوچنیانو د ښې روزنې او ژوند جوړولو لپاره دکورنیو هڅې لیدل کېږي.
    • Author, زمزمه نیازۍ
    • دنده, بي بي سي

د مې ۱۵ مه د کورنۍ نړیواله ورځ ده، چې د افغانستان په ګډون په ګڼ شمېر هېوادونو کې لمانځل کېږي.

سږ کال دغه ورځ د ماشومانو د حقونو پاملرنې ته ځانګړې شوې وه.

افغانستان دودیزه ټولنه ده، دلته یوه نیوکه دا ده چې کورنۍ غواړي ډېر ماشومان ولري، خو روزنې ته يي هاغسې چې اړینه ده پام نه کېږي.

خو په دې وروستیو کې افغان ښارونو کې د کوچنیانو د ښې روزنې او ژوند جوړولو لپاره دکورنیو هڅې لیدل کېږي.

د کورنیو د لارښود یو شمېر مرکزونو ته ورغلم د دې لپاره چې وګورم، افغانې کورنۍ د ماشوم روزنې، د تاوتریخوالي له منځه وړلو او د ښې کورنۍ د جوړولو په برخه کې سلا مشورې اخلي او همدا چې دوی يې کوي څومره ګټه او اغېز لرلی شي؟

يو داسې هېواد چې لا په کې د جګړو له امله ډېر بنسټونه له رغېدو او پرمختيا بې برخې دي، کورنۍ په کې اوس دې ته لیواله دي چې د مشورو او نورو لارو چارو په مرسته له کړاوه لرې وي.

ډاکټره لطیفه کرۍ ورځ د کابل په یوه روغتون کې د لسګونو ښځو پوښتنې او اندېښنې ځوابوي.

نوموړې وايي: "د یوې سالمې کورنۍ او ټولنې لپاره د ماشومانو د زېږون تر منځ باید لږترلږه دوه کاله واټن په پام کې ونیول شي".

زه دروغتیايي سلا مشورو یوه مرکز ته ورغلم. هلته چې مېرمنې غواړي واوري چې دزېږون ترمنځ واټن دې څومره وي او یو کوچنی څنګه ښه پاللی شي، لیدل کیدې چې تر ډیره مشورو ته غوږ، کلیوالې میندې وې.

په ګرده نړۍ کې تربل هرڅه د ماشومانو روزنې او زده کړو ته لومړیتوب ورکول او خواري يي دا وي چې کوچنیانو ته څه ډول د هوسا ژوند اسانتیاوې برابرې شي په دې دلیل چې ګواکې د ټولنې راتلونکی ترې نیکمرغېږي.

په افغانستان کې ځينې کورنۍ لېواله وي چې میندې په کې له لسو ډېر ماشومان ولري. خو د ميندو پر روغتيايي ستونزو سربېره ډېرې کورنۍ څنګه چې په کار ده هغه ډول ماشوم پالنې ته پاملرنه نه شي کولی.

سلا مشورو ته د ناستو ښځو په ډله کې یوه یې ګل مکۍ وه چې نوې له کلي راغلې وه. دا د لسو بچو مور وه د دغو مشورو په اړه يي راته وویل "که دا سلا مشورې وای نو نه مې غوښتل لس ماشومان ولرم".

"که راوړې مې وی دوه یا درې ماشومان اوس به زه هم روغه وم او ناروغیو سره به په لاس او ګریوان نه وم".

دې ته ورته له دوه زره ډیر مرکزونه د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د سلا مشورو خدمتونه تر سره کوي.

د عامې روغتیا وزارت د میندوارۍ روغتیا څانګه کې کارکونکې ګلالۍ ساپۍ وایي په روغتیایي مرکزونو کې هر اړخیزو روغتیایي مشورو د ډېرو کورنیو د ژوند بڼه اړولې ده.

اغلې ساپۍ وویل: "موږ موندلې چې ۹۰ سلنه ښځو زموږ مشورې اخیستې او عمل پرې کوي".

د ماشومانو د ښونې او روزنې ترڅنګ افغانو کورنیو پر وړاندې يوه بله ننګونه، کورنی تاوتریخوالی دی، چې د ډېرو حالت یې ترينګلی کړی دی.

همدا د ښځې او مېړه ترمنځ جنجالونه هم ډېروي.

په ګرده نړۍ کې تربل هر څه د ماشومانو روزنې او زده کړو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Save the Children

د عکس تشریح، په ګرده نړۍ کې تربل هر څه د ماشومانو روزنې او زده کړو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د ښځو چارو وزارت هم په حقوقي برخو کې د مشورې مرکزونه لري، چې ډېرې مېرمنې دغو مرکزونو ته ورځي او مشورې اخلي.

د ښځو چارو وزارت د حقوقي مشورو مدیره رقیه وايي هغو ګڼو کورنیو ته مشورې ورکوي چې ښځه او مېړه په کې غواړي سره بېل شي او یا هم د کورنۍ نورې ستونزې ولرې.

نوموړې وایي مشورو يي د ډېرو خلکو د ژوند بڼه بدله کړې ده.

اغلې رقیه زیاتوي: "افغانستان لا هم یوه دودیزه ټولنه ده خو کومې مېرمنې چې زموږ دفتر ته راځي او غواړي له خاونده طلاق واخلي، موږ له دواړو سره غږېږو او ستونزې یې هواروو." په ډېرو کورنیو کې بیا د ځینو غړو اروایي ناروغیو، د هوسا ژوند په اړه د دوی هیلې په اوبو لاهو کړې دي.

شرف الدین عظیمي په یوه شخصي روغتون کې اروایي ناروغانو ته د روغې سټې ساتلو لارې ښيي، چې ډېره برخه یې ځوانان او په ځانګړي ډول پېغلې دي. د پېغلې فاطمې کیسه یې راته وکړه چې په لوی لاس ورته د ډار سیوري ورمخې ته کېده. د مرمر په نامه یوې بلې پېغلې له رواني تاړکونو دومره بد لیدلي چې وايي څو ځله يي دځان وژنې خوارې کړې، خو د اروايي لارښونکو يي دژوند تړونکې لاره وربېله کړې ده.

اروا پوه عظیمي په دې باور دی که د مشورو مرکزونه ډېر شي د کورنیو ژوند به لا پسې اسانه شي. له ۱۹۹۳ زېږدیز کال راپدیخوا د مې پنځلسمه، د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د کورنۍ د نړیوالې ورځې په توګه له بېلابېلو شعارونو سره لمانځل کېږي.