ملي امنیت: وژل شوی کس زابل کې د تښتول شویو له ډلې نه دی

دغه ویډیو د ازبکستان اسلامي غورځنګ ډلې له خوا خپره شوې او په کې ویل شوي چې د دغه کس سر "افغان حکومت ته د ګواښ په توګه" پرې کېږي.
د عکس تشریح، دغه ویډیو د ازبکستان اسلامي غورځنګ ډلې له خوا خپره شوې او په کې ویل شوي چې د دغه کس سر "افغان حکومت ته د ګواښ په توګه" پرې کېږي.

وروسته له هغه چې د ازبکستان اسلامي غورځنګ په نامه ډلې د یو کس د سر پرېکولو ویډیو خپره کړه، د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي دغه ویډیو په زابل کې د ۳۱ افغانانو له تښتونې سره تړاو نه لري.

په هغه اطلاعیه کې چې د ملي امنیت د مشر رحمت الله نبیل پر فیسبوک او د دغې ادارې پر رسمي پاڼې خپره شوې راغلي چې په دغه ویډیو کې هغه کس چې سر یې پرې شوی، د افغان ملي پوځ "پخوانی سرتېری" دی.

دغه ویډیو د ازبکستان اسلامي غورځنګ ډلې له خوا خپره شوې او په کې ویل شوي چې د دغه کس سر "افغان حکومت ته د ګواښ په توګه" پرې کېږي.

دوه سړي چې تورې جامې یې په ځان او مخونه یې پټ دي، ګواښ کوي، که حکومت د دوی په وینا د "مجاهدینو" غوښتنې و نه مني، ټول نیول شوي کسان چې "هزاره ګان" دي، به په همدې ډول ووژني.

په ویډیو کې دا نه ده په ډاګه شوې چې له "مجاهدینو" د دوی هدف کوم کسان دي او دوی له افغان حکومته څه غوښتنې لري.

هغه کس چې په ویډیو کې یې سر پرې شوی، له مرګ مخکې په زنګنو ناست دی او وايي چې له دوه کلونو راهیسې د پوځ سرتېری و او د بغلان ولایت د اندراب درې اوسېدونکی دی.

په دې وروستیو کې د تښتول شویو کسانو د خلاصون لپاره پر افغان حکومت فشارونه زیات شوي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په دې وروستیو کې د تښتول شویو کسانو د خلاصون لپاره پر افغان حکومت فشارونه زیات شوي دي.

له دې مخکې ویل شوي وو هغه مساپر چې وسله والو کسانو د زابل په ولایت کې له بسونو وتښتول هزاره ګان دي. ویل کېږي ډېری یې د غزني ولایت اوسېدونکي دي.

د ملي امنیت ادارې په خپلې اطلاعیې کې ټینګار کړی چې "دغه ویډیو په زابل کې د ۳۱ وطنوالو له تښتونې سره هېڅ تړاو نه لري".

په دې وروستیو کې د افغانستان د اجرایوي مشر مرستیال محمد محقق ویلي وو دغه کسان د اسلامي دولت په نامه ډلې له خوا چې د داعش په نوم هم پېژندل کېږي، تښتول شوي دي.

د ملي امنیت ادارې د پوځ د دغه پخواني سرتېري د سر پرېکول "یو غیراسلامي او غیرانساني جرم" بللی او زیاته کړې یې ده چې دغې ادارې د قتل د عاملینو د نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.