د کابل پر هوايي ډګر ډله ییز برید پای ته ورسېد

د عکس سرچینه، Reuters
افغان امنیتي چارواکي وايي، د کابل هوايي ډګر پر پوځي برخې د طالبانو ډله ییز برید د ټولو برید کوونکو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.
د پنجشنبې پر ګهیځ (چنګاښ ۲۶) وختي شاوخوا څلورنیمې بجې د کابل پنځلسمې حوزې اړوند قصبه سیمه کې ځانمرګی برید وشو او بیا په وسلو سمبال برید کوونکو له پولیسو سره جګړه پیل کړه.
دغه نژدې پنځه ساعته برید د ټولو برید کوونکو په وژل کېدو پای ته ورسېد.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، د برید پای کې شپږم برید کوونکی، چې په اردو ژبه غږېده، هم ووژل شو.
خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ایوب سالنګي پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، هغه وروستی برید کوونکی هم وژل شوی، چې د یوې نیمه جوړې شوې ودانۍ څلورم پوړ کې له امنیتي ځواکونو سره جنګېده.
هغه نیمه جوړه شوې ودانۍ د کابل پوځي هوايي ډګر ته څېرمه پرته ده، چې برید کوونکي پکې ځای پرځای شوي وو.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وړاندې ویلي وو، که څه هم پولیس ژر د برید سیمې ته ورسېدل، خو وروستی برید کوونکی تر پنځو ساعتونو پورې له امنیتي ځواکونو سره وجنګېده.
د کابل امنیه قومنداني وايي، په دې برید کې یو پولیس ټپي شوی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
طالبانو ویلي دا برید دوی کړی.
تېره ورځ (چارشنبې/چنګاښ ۲۵/جولای ۱۶) هم د کابل پر هوايي ډګر دوه توغندي توغول شوي وو.
او تېره اونۍ، هم د کابل پر هوايي ډګر د توغندیو برید شوی و.
د کابل نړیوال هوايي ډګر، په هېواد کې تر ټولو لوی هوايي ډګر دی، چې وړاندې څو ځلې پرې بریدونه شوي وو او یا ځینې پلان شوي بریدونه شنډ شوي وو.

د عکس سرچینه، BBC World Service
دغه بریدونه د کورنیو او نړیوالو الوتنو د بندېدو لامل هم شوي.
ویل کېږي، هغه الوتنې چې باید نن په کابل هوايي ډګر کې ترسره شو وای، د هرات او مزار شریف په هوايي ډګرونو کې شوې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، په برید کې هوايي ډګر ته زیان نه دی اوښتی، چې په وینا یې "د هوايي ډګر د ننه هېڅ راکټ نه دی لګېدلی". د کابل پر هوايي ډګر دوه ورځې وروسته تر هغه برید شوی، چې پکتیکا ولایت کې یوه موټربم چاودنې لږترلږه ۴۲ افغانان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.








