د کابل ډله ییز برید
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه نژدې پنځه ساعته ډله ییز برید پای ته رسېدلی. نن ګهیځ په وسلو سمبالو ځانمرګو برید کوونکو هوايي ډګر ته څېرمه یوې نیمه جوړې شوې ودانۍ ته وختل او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه وکړه.








