کابل کې د ګوزڼ لومړۍ پېښه موندل شوې

په ۲۰۰۱ کال د طالبانو تر واکمنۍ ختمېدا وروسته، د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ماشومانو د ګوزڼ لومړۍ پېښه موندل شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، کابل کې د سکینې په نامه یوه درې کلنه نجلۍ په ګوزڼ اخته شوې، چې دوی غواړي د سرایت د مخنیوي لپاره یې پلازمېنه کابل کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړي.

د ماشومانو فلج نژدې په ټوله نړۍ کې له منځه تللي، خو پاکستان، افغانستان او نایجریا کې لاهم د ګوزڼ پېښې موندل کېږي.

په دغو هېوادونو کې ځینې سخت دریځې ډلې د واکسین مخه نیسي.

د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې طالبانو واکسین ته اجازه ورکړه، چې په برکت یې افغانستان کې د ګوزڼ پېښې یوڅه راټيټې شوې.

د ګوزڼ دغه نوې پېښه د کابل په ختيځ کې د ګوچیانو په یوه کلي کې موندل شوې ده.

دغه سیمه کې پاکې اوبه نه شته، او نه یې هم وګړي برېښنا او د ژوند نورې هغه اسانتیاوې لري، چې د ښار نور اوسېدونکي یې لري.

په ګوزڼ د اخته شوې نجلۍ پلار ټکسي چلوونکی دی، چې وايي هر وخت د پاکستان قبایلي سیمو ته تګ-راتګ کوي او خپله لور یې هلته د درملنې لپاره څو ځلې بېولې ده.

د ماشومانو ګوزڼ یوه ساري ناروغۍ ده، چې نورو ماشومانو ته هم سرایت کوي.

پاکستاني طالبانو په قبایلي بې وزله سیمو کې د ګوزڼ پر واکسین بندیز لګولی او ان څو ځلې یې واکسین کوونکي وژلي او ټپیان کړي هم دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل وايي، که چېرې د دواړو هېوادونو ګډې هڅې نه وي، ګوزڼ له منځه نه شي تللی.

تېر کال افغانستان کې د ګوزڼ ۱۴ پېښې وې، چې دا شمېره په ۲۰۱۲ کال کې ۳۷ او په ۲۰۱۱ کال ۸۰ ته رسېدلې وه.

تېر کال افغانستان کې د ګوزڼ ۱۴ پېښې وې، چې دا شمېره په ۲۰۱۲ کال کې ۳۷ او په ۲۰۱۱ کال ۸۰ ته رسېدلې وه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تېر کال افغانستان کې د ګوزڼ ۱۴ پېښې وې، چې دا شمېره په ۲۰۱۲ کال کې ۳۷ او په ۲۰۱۱ کال ۸۰ ته رسېدلې وه.
د پاکستان قبایلي سیمو کې سخت دریځي طالبان د ګوزڼ واکسین نه پرېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پاکستان قبایلي سیمو کې سخت دریځي طالبان د ګوزڼ واکسین نه پرېږي.
د طالبانو د واکمنۍ وروستیو کې طالبانو واکسین ته اجازه ورکړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د طالبانو د واکمنۍ وروستیو کې طالبانو واکسین ته اجازه ورکړه.
افغانستان، پاکستان او نایجریا هغه درې هېوادونه دي چې لاهم د ګوزڼ پېښې پکې موندل کېږي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، افغانستان، پاکستان او نایجریا هغه درې هېوادونه دي چې لاهم د ګوزڼ پېښې پکې موندل کېږي.