
په تېره یوه میاشت کې له څرخي پله زندانه لسګونه بندیان خوشي شول.
د افغانستان په څرخي پله زندان کې یوه بندي خپل ځان ځړولی او وژلی دی.
چارواکو ویلي، چې بندي له ناوړه رواني حالت څخه رنځېده، چې په پایله کې یې خپل ځان وژلی دی.
پر همدې مهال، د څرخي پله ځین بندیان ادعا کوي، چې ددوی د دوسیو نه څېړلو له کبله یې خپلې خولې ګنډلې او خپل اعتراض ته یې دوام ورکړی دی.
د افغانستان د زندانونو رییس امیر محمد جمشیدي بي بي سي ته د دغه بندي د ځانوژنې خبر تایید کړی، خو د بندیانو اعتراض ردوي:
''د زندانونو د قانون او د محاسبو د تنظیم د مقرراتو پربنسټ بندیان ساتل کېږي. هلته خواړه شته، د خوب ځایونه شته، د صنعتي او حرفوي زده کړو پروګرامونه شته او له بندیانو سره د هغوی د کورنۍ غړي کتلی شي. دا سمه ده چې یوه بندي ځان وژلی دی، خو هېڅ بندي خپله خوله نه ده ګنډلې.''
ښاغلي جمشیدي وویل، هغه بندي چې ځان یې ځړولی، په درې کاله بند محکوم و چې ښايي کومه رواني ستونزه ورته پیدا شوې وي.
جمشیدي زیاته کړه چې دغه بندي د شپې ناوخته داسې مهال تشناب ته تللی، چې نور ملګري یې ویده وو او هلته یې ځان ځړولی او وژلی دی.
خو د عبدالله ساطح په نامه یوه بندي د تیلېفون پر کرښه بي بي سي ته وویل، چې له تېرې ورځې راهیسې تر اتیا ډېرو بندیانو خپلې خولې ګنډلې دي.
نوموړي وویل، د دغو بندیانو د بند موده مخکې پوره شوې، خو لاهم په بند کې ساتل شوي دي.
په تېره یوه میاشت کې له څرخي پله زندانه لسګونه بندیان خوشي شول، چې د چارواکو په وینا دا د سولې پر روان بهیر مثبت اغېز کولی شي.












