د څرخي پله یوه زنداني وویل: "خراب شوو نو، په زندان کې خراب شو، زندان له نشيي توکيو ډک دى په کيلو کيلو موندل کيږي څومره دې چې په کار وي پيدا کيږي، خو چې پيسې درسره وي، زه هم په زندان کې په هيروينو روږدى شوى يم، دا نشيي توکي ملاقاتيان او پوليس راوړي ، که خپله پوليس په کې ښکيل نه وي، څوک يې راوړي، اوۀ تړلې دروازې دي، پر کومه لاره راځي که پيسې ورکړي د نشه يي توکيو ډکه لارۍ هم رالېږدولاى شې."




































