څرخي پله کې زندانیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

د خپريدو وخت: 14:03 گرینویچ - شنبه‬ 08 سپتمبر 2012 - 18 وږی 1391

هغه زندانیان، چې د اعتصاب ادعا کوي، تر ډېره سیاسي بندیان دي.

د کابل په څرخي پله زندان کې زندانیان ادعا کوي، چې سلګونو بندیانو له تېرې ورځې راهیسې د نه خوړو اعتصاب پیل کړی خو چارواکي دغه ادعا نه مني.

دغه زندانیانو له زندانه بي بي سي ته د تیلي فون له لارې ویلي، چې ځینو یې خولې هم د اعتصاب په ډول ګنډلې دي.

دوی وايي د اعتصاب اصلي لامل دا دی، چې دوسیو ته یې هیڅ پام نه کیږي خو د افغانستان د زندانونو ریاست وايي، یوازې څو تنو اعتصاب کړی دی او دا نه مني، چې ګنې په ټولیز ډول زندانیانو د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړی دی.

هغه زندانیان، چې د اعتصاب ادعا کوي، تر ډېره سیاسي بندیان دي او د څرخي پله په سیاسي بلاک کې ساتل کیږي.

یوه زنداني چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل بي بي سي ته د تیلي فون له لارې وویل، د نه خوړو اعتصاب اصلي لاملونه د هغوی "دوسیو ته نه پاملرنه، په زندان کې ناوړه چلند او د هغوی د محاکمو ځنډول" دي.

خو د افغانستان د زاندانونو مشر امیر محمد جمشېد یوازې په زندان کې د څو تنو احتجاج مني خو دا ردوي چې ګنې په ډله ییز ډول زندان د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړی دی.

"پنځه- شپږ کسان دي او دوی تر ډېره جنجالي خلک دي. دوی هڅه کوي ځینې وخت د هغو لارښوونو له مخې چې دوی ته ور کول کیږي، په رسنیو کې دغه ډول ادعاوې وکړي. کله شپږ تنه شي او کله هم اته کسان شي. ځینې وخت هسې تش په نوم وايي ډوډۍ نه خوري خو په ذخیره کې ډوډۍ لري هغه خوري. داسې ستونزه چې په رښتینې وي، د خدای په فضل نشته".

له ډېرې مودې راهیسې نه یوازې د څرخي پله زندانیان بلکې په نورو زندانانونو کې هم بندیان شکایت کوي، چې دوسیې یې پر خپل وخت نه فیصله کیږي خو ښاغلی جمشېد وايي د زندانیانو د د وسیو د ژر څېړلو لپاره يې دوه کمیسیونونه جوړ کړي دي.

د څرخي پله په زندان کې بندیان پر داسې مهال اعتصاب کوي، چې ولسمشر کرزي په خپل وروستي فرمان کې لارښوونه کړې وه، چې د ټولو زندانیانو دوسیې باید په شپږو میاشتو کې وڅېړل شي خو لا تر اوسه روښانه نه ده، چې دغه چاره چېرته رسیدلې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>