
په نورستان کې د پوليسو لخوا د بانک لوټل به ښايي په دې ورستيو کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه وي.
په نورستان کې څو تنو پوليسو د افغانستان بانک له يوې ځايي څانګې پيسې غلا کړي دي.
له بانک نه د غلا شویو پيسو ټول شمېر نه دى معلوم خو د نورستان د پوليسو چارواکي وايي له غلو پوليسو ېې دوه د شاوخوا ۱۱ ميليونه افغانيو سره بېرته نيولي دي.
چارواکي وايي تېره شپه هغو پوليسو چې د نورستان په مرکز پارون کې ېې د افغانستان بانک په يوه څانګه څوکۍ کوله له بانکه ميلیونونه افغانۍ پټې کړي او تښتېدلي دي.
د نورستان د پوليسو مشر غلام الله نورستانى وايي له درې پهردارو پوليسو ېې، چې پيسې ېې وړي دوه تنه د کانتيوا په سيمه کې د يو څه پيسو سره بېرته نيولي او د دريم کس د موندنې لپاره شاوخوا ۲۰۰ پوليس سيمې ته ورغلي دي.
تر اوسه نه ده روښانه چې له بانکه ټولې څومره روپۍ پوليسو غلا کړي، خو ويل کېږي چې بېرته د ترلاسه شویو پيسو به ډېرې نه وي.
د دغه غلا د ټولو جزياتو د موندلو لپاره يو پلاوى هم ټاکل شوى چې معلومه کړي پوليسو په يوازې سر بانک لوټلى او که د بانک د مامورينو هم ورسره لاس دى.
دا لا نه ده روښانه چې غلا شوې پيسې هسې په ډاګه پرتې وې او که اوسپنيزې المارۍ پسې ماتې شوي دي.
په نورستان کې د پوليسو لخوا د بانک لوټل به ښايي په دې ورستيو کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه وي.
تر دې وړاندې په نورستان کې پوليسو ته د معاشونو نه ورکړې يوه رسوايي جوړه کړې وه.












