
د کونړ چارواکي وايي د کړنګ ژمي تر رارسېدو وړاندې به لاره خوندي کړي.
د نورستان ختيځو او مرکزې ولسواليو ته ورغلې لارې ډېر ځله د ناامنيو او سختو واورو له امله بنديږي، خو اوس د پارون اوسېدونکي د لارې د بندېدو له امله د توکو د خورا لوړې بيې شکايت کوي.
ځايي استوګن وايي که حکومت د لارې خونديتوب ته پام ونه کړي نو دغلته به ګڼ خلک له خوراکي توکو د سخت کمښت سره مخامخ شي.
دوی وايي پارون ته خوراکي توکي په قاچاق وړل کېږي چې دډېرو يې د رانيولو وس نه کېږي.
د نورستان چارواکي د لارې په نه خونديتوب کونړ هغه ملامتوي او وايي چې د پارون لار د کونړ په چپه دره کې تړل شوې.
د نورستان والي تميم نورستانى وايي ددغې لارې نا خوندي حالت د پارون او نورو سيمو وګړي کلک اغېزمن کړي.
"داسې رپوټونه هم شته چې له دغه ناخوندي حالته لارشکوونکو ته هم يو څه په ګوتو ورځي."
د کونړ چارواکي وايي نورستان ته د ورغځېدلې لارې د بشپړخونديتوب لپاره يې هڅې پيل کړي او ډېر ژر به د افغان پوځ سرتېرې د سيمې د امنيت لپاره ورشي.
دکونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي نه يوازې د نورستان اوسېدونکي د لارې د ناامنيو له امله ځورېږي، د کونړ د چپې درې وګړي يې هم ترې ځورېږي.
که څه هم د لارې د بنديدو پړه چارواکي پر خپلو وسله والو مخالفينو ور اچوي، خو وسله وال طالبان وايي دوی يوازې حکومتي توکي پلټي او د ولسي خلکو پر وړاندې یې هېڅ خنډ نه شته.
ځينې خلک دا هم وايي چې د کونړ او نورستان يو شمېر هغو درو ته چې د وسله والو طالبانو د شتون باور پرې کېږي، د حکومت له لوري کله کله لارې تړل کېږي.
داسې رپوټونه هم شته چې له دغه ناخوندي حالته لارشکوونکو ته هم يو څه په ګوتو ورځي.












