
لوي څارنوال محمد اسحاق الکو بي بي سي ته وویل، په دغو دوسیو کې د وزیرانو ترکچې چارواکي هم شامل دي
د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، پر هغو څه د پاسه ۱۰۰ دوسیو یې د څېړنې کار پیل کړی، چې د فساد پرضد د مبارزې عالې ادارې ورته سپارلې دي.
افغان حکومت وايي، د ښې حکومت ولۍ لپاره یې د فساد پرضد مبارزه کې هلې ځلې چټې کړي او په همدې موخه ولسمشر حامد کرزي نژدې دوه میاشتې وړاندې ټولو ادارو ته د چارو د ښه والي په موخه ځانګړې لارښوونې هم کړي دي.
اوس د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د هغو ۱۲۰ دوسیو د څېړنو په موخه یې کار پيل کړی، چې د فساد پرضد مبارزې ادارې د هغو کسانو په اړه وراستولي وې، چې په اداري فساد کې د ښکېلتیا شک پرې کېږي.
لوي څارنوال محمد اسحاق الکو بي بي سي ته وویل، په دغو دوسیو کې د وزیرانو ترکچې چارواکي هم شامل دي.
په همدې حال کې د فساد پرضد د مبارزې اداره وايي، د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره یې له نورو اړوندو ادارو په ځانګړي ډول له لویې څارنوالۍ سره د پخوا په پرتله همغږي ډیره شوې ده.
"اداري فساد هغه لویه ستونزه ده ، چې په افغانستان کې د پرمختګ او ښیې حکومتوالۍ پر وړاندې لویه ننګونه ګڼل کیږي. "
د دغې ادارې مشر عزیزالله لودین وايي، نړیوال ټولنه هم اوس د فساد په له منځه وړلو کې له افغان حکومت ټینګه ننګه کوي او دا هغه څه دي، چې افغان چارواکو په بیا بیا غوښتنه کوله.
یو شمیر هغه مدني ټولنې، چې د اداري فساد پرضد مبارزه کې هلې ځلې کوي، څارنوالۍ ته د استول شوو دوسیو د څیړنو هر کلی کوي خو شک ښيې چې ښايي دغه قضیې په سم ډول ونه څیړل شي.
محمدشفیق همدم، د اداري فساد پرضد د افغان شبکو مشر دی. دی په دې باور دی، چې په اداري فساد کې د ښکېلو لوړ پوړو چارو محاکمه کول اسانه کار نه دی.
اداري فساد هغه لویه ستونزه ده ، چې په افغانستان کې د پرمختګ او ښیې حکومتوالۍ پر وړاندې لویه ننګونه ګڼل کیږي.
سره له دې چې افغان حکومت وايي، د دغې ستونزې دمخنوي لپاره یې هلې ځلې کړي، خو لاهم په حکومتي او ناحکومتي ادارو کې په پراخه کچه اداري فساد موجود دی، چې خپله ولسمشر کرزی یې هم مني.












