
ددغې ادارې مشر عزیز الله لودین وايي په اداري فساد کې مافیايي کړۍ او بانډونه ډېر ځواکمن دي.
له اداري فساد سره د مبارزې اداره وايي که ولسمشر په حکومت کې د روان فساد پر ضد جدي مرسته نه کوي نو دا اداره دې وتړي.
له اداري فساد سره د مبارزې اداره وايي که د افغانستان په حکومتي ادارو کې بانډونه او مافیايي کړۍ واکمن دي او داسې سندونه په واک کې لري چې ښيي ځینې لوړ پوړي چارواکي په پراخه کچه په فساد کې ښکېل دي او دوی یې د دندو د ځنډولو غوښتنه هم کړې، خو اړوندې ادارې یې پلټنه نه کوي.
له ادري فساد سره د مبارزې ادارې مشر عزیز الله لودین د ولسمشر په ګډون له نورو حکومتي ادارو د جدي مرستو غوښتنه وکړه ، پرته له هغه به ددوی هڅې کومه ګټه ونه لري:
''موږ د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې د ولسمشر او نورو ادارو د بېلګې په توګه د څارنوالۍ او قضايي ادارو جدي ملاتړ غواړو، او که دوی له موږ سره مرسته نه کوي نو زما وړاندیز ولسمشر او ملي شورا ته دا دی چې دغه ریاست لغو کړي او اضافي لګښت دی چې ورکول کیږي''.
ښاغلی لودین وايي په تېر شاوخوا یو نیم کال کې یې د اداري فساد په تړاو ۱۳۱ دوسیې څارنوالۍ ته استولي، خو وروستی ګام په دوی پور اړه نه لري څارنوالي او نورې اړوندې ادارې یې باید په اړه پلټنه وکړي.
"وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې دفاعي کمیسیون د ۱۳۰ میلیون ډالري تړون په تړاو د اداري فساد ضد د مبارزې اداره او د افغانستان د دفاع وزارت په فساد تورن کړي وو."
د حقوق پوهانو د شبکې مشر عبدالستار سعادت په وینا د فساد پر ضد اوسنۍ اداره اصلاً د اساسي قانون خلاف جوړه شوې نو ځکه د اړوندو ادارو ښې مرستې نه شي ترلاسه کولای.
د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې مشر د ولسي جرګې د ځینو غړو هغه تورونه هم په کلکه رد کړل چې وايي د دفاع وزارت په تړونو کې بډې ترلاسه کړي دي.
ښاغلی لودین وايي کله چې هغه تړون لاسلیک کېده د دوی استازی هلته موجود نه وو.
وړاندې تر دې د افغانستان د ولسي جرګې دفاعي کمیسیون د ۱۳۰ میلیون ډالري تړون په تړاو د اداري فساد ضد د مبارزې اداره او د افغانستان د دفاع وزارت په فساد تورن کړي وو، چې د پوځ د سرتېرو لپاره د یونیفورم د تدارک په اړه وو.












