
که څه هم سفير د ډیورنډ د کرښې په اړه د خبريالانو له ګڼو پوښتنو سره مخ شو خو په دې اړه يې نور جزيات ور نه کړل.
د سه شنبې په ورځ ( د اکتوبر ۲۳) د امريکا سفير جېمز کنينګم کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالاتو د ځانګړي استازي مارک ګروسمن د هغو څرګندونو په اړه چې ويلي يې و هېواد يې ډيورنډ کرښه په رسميت پېژني وويل دا څه نوې خبره نه ده، يوازې امريکا نه، بلکې يو شمېر نور هېوادونه هم ډېورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي پولې په توګه پېژني.
تېره ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ايالاتو ځانګړي استازي ښاغلي ګروسمن په کابل کې له يوه خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې وویل چې واشنګټن د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله بولي.
که څه هم سفير په دې اړه د خبريالانو له ګڼو پوښتنو سره مخ شو خو په دې اړه يې نور جزيات ور نه کړل.
خو د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۳مه) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ډېورنډ کرښه افغانانو ته د تاريخي ارزښت وړ بللې.
په انگريزي ژبه خپره شوې دغه خبرپاڼه زياتوي چې " افغان حکومت په همدې دليل د هر چا له خوا د دغې کرښې د مشروعيت په باب څرگندونې ردوي او بې ځايه يې بولي."
د دې تر څنګ د ملي شورا ځينو غړي وايي د ډېورنډ د کرښې په اړه يوازې افغانان پرېکړه کولاى شي او په دې تړاو د بل هر چا څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده.
ډیورنډ کرښه

مارک ګروسمن ویلي و واشنګټن د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله بولي.
په ١٨٩۳ کال کې د ډيورنډ کرښه د يوه برتانوي چارواکي له خوا راکښل شوه چې د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ يې پوله وبلله.
خو افغان چارواکو هيڅکله د نړيوالې پولې په توگه ونه منله.
په ١٩٤٧ کال کې چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.
د ډيورنډ کرښه د ډيرو په گومان د کابل او اسلام اباد د ډېرو لانجو اصلي دليل دى.












