"پر ډيورنډ د هر چا د مشروعيت څرگندونې ردوو"

د خپريدو وخت: 15:24 گرینویچ - دوشنبه 22 اکتوبر 2012 - 01 لړم 1391

د ډيورنډ کرښه د ډيرو په گومان د کابل او اسلام اباد د ډېرو لانجو اصلي دليل دى.

کابل کې د بهرنيو چارو وزارت په يوۀ ليکلي پيغام کې د ډيورنډ کرښه افغانانو ته د تاريخي ارزښت وړ بللې ده.

په انگريزي ژبه خپره شوې دغه خبرپاڼه زياتوي چې " افغان حکومت په همدې دليل د هر چا له خوا د دغې کرښې د مشروعيت په باب څرگندونې ردوي او بې ځايه يې بولي."

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دا نه دې ويلي چې د ډیورنډ کرښې په باب څرگندونې چا او څه وخت کړي دي.

د يکشنبې په ورځ (د اکتوبر ٢١) د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ايالاتو ځانگړي استازي مارک گروسمن په کابل کې له يوۀ خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې د ډيورنډ پر کرښې خبرې کړې وې.

ښاغلي گروسمن ويلي و چې واشنگټن د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي نړيواله پوله بولي.

په کابل کې د افغانستان يوۀ چارواکي د نوم له ښوولو پرته د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې تر دې وړاندې کوم امريکايي چارواکي په دومره وضاحت پر دغې کرښې خبرې نه وې کړې.

د افغان چارواکي په وينا کابل غوره بللې چې د امريکايي استازي څرگندونو ته په پام سره دغه خبرپاڼه خپره کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت چارواکي سملاسي د خپلې خبرپاڼې لا سپيناوي ته ونه موندل شول.

ډیورنډ کرښه

په ١٨٩٢ کال کې د ډيورنډ کرښه د يوه برتانوي چارواکي له خوا راکښل شوه چې د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ يې پوله وبلله.

خو افغان چارواکو هيڅکله د نړيوالې پولې په توگه ونه منله.

په ١٩٤٧ کال کې چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.

د ډيورنډ کرښه د ډيرو په گومان د کابل او اسلام اباد د ډېرو لانجو اصلي دليل دى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>