
د بهرنیو چارو وزیر به په سیمه کې په سوله او ټیکاو، د توندلارۍ پر پراختیا او د راکټي بریدونو د منفي اغیز په اړه خبرې وکړي
د افغان چارواکو په وینا د پاکستان له لورې پر کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو د پاکستان له لوري د راکټي بریدونو په اړه به د خپلو هڅو په لړ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو پام راواړوي.
د افغانستان د بهرینو چارو وزارت مرستیال ویاند فرامرز تمنا په کابل کې یو خبري غونډې ته وویل د روانې سپتمبر میاشتې په شلمه به د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول د ملګرو د امنیت شورا په غونډه کې پر کونړ او نورو ختیځو ولایتونو د پاکستان له لوري د راکټي بریدونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړي.
د نوموړي په خبره"د بهرنیو چارو وزیر به د دواړو هیوادونو پر اړیکو، په سیمه کې په سوله او ټیکاو، د توندلارۍ پر پراختیا او د دغو بریدونو د منفي اغیز په اړه خبرې وکړي او په دې اړه به د افغانستان ژوره اندیښنه څرګنده کړي"
افغان چارواکي وايی له تېر شاوخوا یو نیم کال راهیسې د پاکستان له لوری پر کونړ او یو شمیر نورو ولایتونو زرګونه راکټونه توغول شوي چې د سیمې اوسیدونکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
افغان دولت د پاکستان پوځ په دغو بریدونو کې ښکیل بولي خو پاکستان وايي دوی د وسلوالو د بریدونو په ځواب کې کله، ناکله راکټي بریدونه کوي.
ښاغلی تمنا وايی په پام کې ده د روانې میلادي میاشتې په ۲۶ په نیویارک د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د حکومتونو د مشرانو په کچه د افغانستان، پاکستان او برتاینا درې اړخیزه ناسته وشي.
د هغه په وینا په دې غونډه کې، به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت اوله ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان د رول په اړه خبرې وشي. ښاغلي تمنا زیاته کړه دغه غونډه د خبرو اترو د یو نوي پړاو پیل دی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايی په پام ده کې د روانې میاشتې په وروستیو کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ستراتیژیکو اړیکو د تړون د پلي کولو د کمیسیون غونډه جوړه شي.
د هغه په وینا په دغه غونډه کې به چې له دواړو لورو به یې د بهرنیو چارو وزیران مشري کوي، د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي همکارۍ پر سر د خبرو د پیل په اړه هم پریکړه وشي.












