
بهرنیو ځواکونو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د زابل په مرکز کلات کې ددغه ولایت سلګونو اوسېدونکو د بهرنیو ځواکونو پر ضد یو سوله ییز لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د کندهار –کابل لویه لاره د څو ساعتونو لپاره د ترافیک پرمخ تړلې وه، ادعا یې کوله چې بهرنیو ځواکونو دوه تنه ملکي وګړي بېولي او په خورا بې رحمۍ سره یې وژلي دي.
ددغه لاریون کوونکو یوه مشر ادعا وکړه چې څلور ورځې وړاندې بهرنیو ځواکونو د کلات ښار څخه دوه تنه ګنډونکي له ځان سره وړي او تر وژنې وروسته یې هغوی په ماینونو الوځولي دي.
د راپورونو له مخې وژل شوي کسان وروڼه دي چې د کلات ښار اوسېدونکي او د (ککي اغا) په نوم د یو مخور او روحاني سړي زامن دي.
لاریون کوونکي وایي چې وژل شوو کسانو له وسله والو سره هېڅ ډول اړیکي نه درلودل.
د زابل والي محمد اشرف ناصري وایي چې لاهم ددغه پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي او د یادې پېښې په اړه یې د بهرنیو ځواکونو له مسؤولینو سره هم خبرې کړې.
هغه وویل دا لا نه ده روښانه چې د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي کسان تر اوسه ژوندي دي او که مړه.
د ښاغلپ ناصري په خبره که ریښتیا هم د ولسي خلکو ادعا سمه وخېژي، نو د بهرنیانو دا ډول کړنې هېچا ته هم د زغملو وړ نه دي.
د دې ولايت د سولې د عالي شورا د ولایتي کمیټې مشر محمد داود ګلزار هم ورته خبره کوي او وايي چې د موضوع په اړه يې د وژل شويو كسانو له كورنيو سره خبرې كړې.
هغه وایي چې ددغه موضوع د روښانتیا لپاره ټول ارګانونه په ګډه کار کوي چې د پېښې اصلي اړخ ومومي.












