د زابل سیمه ییز چارواکي وایي چې نن له غرمې مخکې دوو چاودونو کې لږ ترلږه دوه پولیس وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د زابل د والي ویاند شریف الله ناصري وایيی چې دغه چاودنې د ریموټ کنترول په مټ مرکز کلات کې رامنځ ته شوې دي.
د ناصري په خبره، لومړۍ چاودنې زیان نه درلود، خو په دویمه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
خو ددغه ولایت د امنیت امر بیا یوازې د درو پولیسو د ټپې کېدو خبره کوي.
تر دې دمه وسله والو طالبانو ددغو چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.












