
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اوس د همدغه ډول پيښو د څیړنو په موخه په ټول افغانستان کې ( ملي تحقیق) په نوم پروګرام هم پیل کړی دی، چې نژدې شپږ میاشت وخت به ونیسي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کیمسیون کمیشنره، ثریا صبحرنګ وايي، په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاند پر ډېرېدونکي تاوتریخوالي سخته اندېښنه لري.
اغلې صبحرنګ وايي، په تیرو اوو میاشتو کې د ناموس په نوم ۶۰ د قتل پېښې او ۳۳ د جنسي تېریو پېښې د بشري حقونو په کیمسیون کې ثبت شوې دي.
نوموړې وايي، ډیره شونې ده چې د دغه ډول پیښو شمیر له هغه کچې ډیر وې، چې د بشري حقونو کمیسیون ته رسېدلې دی.
''هغه مساله، چې موږ یې په اړه ډېره اندېښنه لرو، همدغه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دی، چې له بدمرغه په بېلابېلو ډولونو کېږي. دغه تاوتریخوالی د ښځو د بدن د غړو له پرې کېدو نیولې بیا هغوی د غوښو تر خوړولو، په ځنځیر تړلو او وهل ټکولو پورې رسیږي. او له دې ټولو مهم د ناموس په نوم وژنې او سارايي محکمې هم په دغو تاوتریخوالو کې شاملې دي.''
ملي تحقیق
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون دارنګه وايي، د لومړي ځل لپاره یې د دغه ډول تاوتریخوالو د لاملونو د موندلو په موخه د ملي تحقیق په نوم یو پروګرام هم پيل کړی دی.
د دغه پرواګرم یو غړی، عبدالاحد فرزان وايي، پروګرام به یې نژدې شپږ میاشتې وخت ونیسي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لامونه وموي:
''د بشري حقونون کیمسیون به ډله ییزې مرکې وکړي او د خپلې څیړنې په اړه به د مختلفو ډلو نظرې راغونډوې کړي. دویم طریقه دا ده، چې مخامخ به د پيښو ځای ته ورځو او له هغه ځایه به کتنه کوو، چې هلته ښځې او ماشومان ساتل کیږي.''
د بشري حقونو خپلواک کیمسیون وايي، د دغه پروګرام له پیل راهیسې نژدې یوه نیمه میاشت وخت تیر شوی او وايي په دویم پړوا کې به پر مستندو فلمونو او د تاوتریخوال د راکمولو لارې چارې ولټوي.












