
دا مهال شاوخوا ۷۰۰ مېرمنې په افغانستان کې زنداني دي.
د ښځو د حقونو په برخه کې کار کونکې یو شمېرټولنې وايي، دهغو مېرمنو د مرستې لپاره چې کورنی تاوتریخوالی یې کور پرېښودو ته اړباسي، د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت سره په ګډه یوه کمیټه جوړوي.
دا ګام وروسته له هغه پورته کیږي چې افغان حکومت وویل، د تاوتریخوالي له امله له کوره وتل د قانون له مخې جرم نه دی او هیڅ مېرمن باید له دې امله د سزا وړ ونه بلل شي، بلکې د ستونزې د هواري لپاره باید ورسره مرسته وشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتود مېرمنو د چارو څانګې هم د دغه ګام هر کلی کړی او هغه یې ستایلی دی. دا مهال شاوخوا ۷۰۰ مېرمنې په افغانستان کې زنداني دي. د دغو مېرمنو زیات شمېر له کوره د تښتېدو په تور د زندان د تورو تمبو شاته شپې سبا کوي.
په دا وروستیو کې افغان حکومت ویلي چې د قانون له مخې د کورني تاوتریخوالي له امله د مېرمنو تښتیدل جرم نه دی. دغه راز د دا ډول پېښو د څېړلو لپاره یوه ګډه کمیټه هم جوړیږي.
د ښځو د حقونو په برخه کې یو شمېر فعالې مېرمنې د دې کمیټې جوړېدل نیک ګام بولی او وايي نور ډېر ګامونه باید واخېستل شي چې د تاوتریخوالي قرباني مېرمنې خوندي شي او خپل حق تر لاسه کړي.
" په پام کې ده چې د یوې ګډې کمیټې په اړه هوکړې ته ورسیږو، چې د دغې کمیټې له لارې به د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په اړه معلومات له نورو اړونده ارګانونو سره شریکیږي. هغه کسان چې په دې پیښو کې ښکیل وي د پولیسو له خوا به نیول کیږي او د قانون منګولو ته به سپارل کیږي."
صدیق صدیقي
شریفه زرمتۍ وردګ یوه له دغو مېرمنو څخه ده چې وايي پولیس لا د دې جوګه نه دي چې د دا ډول پېښو سره ښه چلند وکړي.
آغلې زرمتۍ که څه هم ټینګار کوي چې د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د څېړلو لپاره باید ښځینه پولیس وروزل شي، خو وايي بل خنډ دادی چې پولیس د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې فعالیت نه لري.
شریفه زرمتي وردګ چې د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مرستیاله هم ده وايي، چې دیني علما په دې برخه کې لوی رول لري.
د هغې په وینا د دیني علماوو په مرسته باید د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې پراخ کمپاین پیل شي.
د حکومت غبرګون
خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي ټینګار کوي چې پولیس د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته په ځانګړې توګه پام کوي.

د دیني علماوو په مرسته باید د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې پراخ کمپاین پیل شي. شریفه زرمتۍ ورګ
د نوموړپه خبره "د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ډاډ څرګند کړی چې پولیس به د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د بل هر وخت په پرتله په جدي توګه څیړي. دغه راز په پام کې ده چې د یوې ګډې کمیټې په اړه هوکړې ته ورسیږو، چې د دغې کمیټې له لارې به د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په اړه معلومات له نورو اړونده ارګانونو سره شریکیږي. هغه کسان چې په دې پېښو کې ښکېل وي د پولیسو له خوا به نیول کیږي او د قانون منګولو ته به سپارل کیږي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتواړوند د مېرمنو د چارو څانګې د افغان حکومت له دې پرېکړې، چې میرمنې د تاوتریخوالي له امله د تښتېدلو په تور د سزا وړ نه دي، هر کلی کوي او غوښتنه یې کړې چې په دې تور بندي ټولې مېرمنې باید خوشې شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتود دفتر ویاندې نیلاب مبارز بی بی سي ته وویل دا د مېرمنود حقونو په برخه کې یو مثبت ګام دی.
په افغاني ټولنه کې هغه مېرمنې ته چې له کوره د هر دلیل له مخې چې وي وتښتي په بده سترګه کتل کیږي.
افغان حکومت د امن کور په نوم د دا ډول مېرمنو لپاره ځانګړي ځایونه جوړ کړي، هغوی هلته ساتل کیږي او په حقوقی برخه کې ورسره مرسته کیږي.












