
د دغې غوڼدې نور ډېر جزييات نه دي په ډاگه شوي.
د افغانستان، امريکا او هند ترمنځ لومړۍ درې اړخيزه غونډه په نيويارک کې جوړه شوه.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځانګړي استازي غاړه وايي دا غونډه د دوى په دفتر کې د سې شنبې په ورځ ( د سپتمبر ٢٤) ناوخته جوړه شوې وه، د درېيو واړو هېوادونو د بهرنيو چارو د مرستيالانو په کچه چارواکو په کې برخه اخيستې وه.
په دې غونډه کې د افغانستان په استازيتوب د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاوېد لودين، د امريکا په استازيتوب د افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هېواد ځانګړى استازى مارک ګروسمن، د منځنۍ او سوېلي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرټ بلاک او د هند په استازيتوب د بهرنيو چارو وزارت دوه غړي واى کې کرېشنا او جاوېد اشرف برخه اخيستې وه.
افغان چارواکي وايي د دې غونډې ټولو ګډونوالو په ښه او ازاده توګه خپل نظريات وړاندې کړل او پرېکړه يې وکړه، چې د خپلو ګډو ګټو، ارزښتونو او موخو په اړه به دا ډول خبرو اترو او غونډو ته ادامه ورکوي.
د دغې غوڼدې نور ډېر جزييات نه دي په ډاگه شوي.
د دې درې اړخيزې غونډې د جوړولو اعلان د امريکا د بهرنيو چارو وزېرې مېرمن هيلري کلنټن شاوخوا څلور مياشتې مخکې له هند سره پر ستراتيژيکو اړيکو د خبرو اترو پر مهال کړى و.
هغې ويلي و چې له هندي سيال سره يې پرېکړه وکړه چې له افغانستان سره به په ګډه درې اړخيزې غونډې جوړوي.
د افغانستان، پاکستان او برتانيا ترمنځ هم يوه درې اړخيزه غونډه جوړېدونکې ده چې په کې به د افغانستان د سولې پر بهير ځانګړې خبرې وشي او په دې غونډه کې به د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني ګډون وکړي.
په نيويارک کې ډيپلوماتيکې سرچينې وايي چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې به د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو په کچه د افغانستان، پاکستان او امريکا ترمنځ هم يوه درې اړخيزه غونډه جوړه شي.
ډېر په دې باور دي چې له هند سره د افغانستان او امريکا په ځانگړې غونډه ښايي اسلام اباد اندېښمن وي.
هندي رسنيو په رپوټونو کې د پاکستان اندېښنو ته اشاره نه ده کړې خو هغوى بيا له افغانستان سره د چين نژدې کېدا ته اشاره کړې او وايي ډيلى هم غواړي چې کابل سره لا نژدې شي.












