
په افغانستان کې ځينې په دې باور دي چې پاکستان هغو طالبانو ته لار نه ورکوي چې د سولې بهير کې شاملېدل غواړي
پاکستان، متحدو ايالاتو او افغانستان د اپرېل په مياشت کې په دې سلا سره کړې وه چې هغو طالبانو ته خوندي لار ورکړل شي چې د سولې له بهير سره يو ځاى کېده غواړي.
په همدې هيله د چارشنبې په ورځ (سپتمبر/ ٥) په اسلام اباد کې درې واړه هېوادونه په لومړي ځل سره کښېناستل.
په دې غونډه کې چې د پاکستان د بهرنيو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه، د درېيو واړو هېوادونو اړوندو مسوولينو برخه اخيستې وه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د واشنګټن، کابل او اسلام اباد استازو په دې غونډه کې د افغانستان د سولې او پخلاينې د بهير په اړه خبرې وکړې او پرېکړه يې وکړه چې دا ډول غونډو او خبرو اترو ته به ادامه ورکوي.
د روان زېږديز کال په پيل کې د امريکا او وسلوالو طالبانو ترمنځ په قطر کې خبرې اترې پيل شوې وې او د همدې خبرو له امله ويل کيږي چې په قطر کې د طالبانو دفتر هم پرانيستل شو.
خو وروسته طالبانو هغه خبرې له دې امله ودرولې چې امريکا يې لومړني شرطونه، چې يو يې له ګوانتانامو د بنديانو خوشې کېدل و،و نه منل.
په افغانستان کې ځينې کسان په دې باور دي چې په پاکستان کې پراتۀ ځينې طالبان چې د خبرو اترو غوښتونکي دي نه پرېښوول کيږي چې د سولې له بهير سره يو ځاى شي.
دوى د طالبانو د يوۀ مشر ملا برادر اخوند يادونه کوي چې گواکې له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله و خو پاکستاني چارواکو ونيوۀ.












