کونړ پوهنتون محصلينو سوله ييزه مظاهره وکړه

د خپريدو وخت: 17:43 گرینویچ - سه شنبه 25 سپتمبر 2012 - 04 تله 1391

د دغه لاريون سمبالوونکو ويل چې دوى د دغه فلم د جوړوونکو محاکمه غواړي.

د کونړ په مرکز اسعداباد کې د سيد جمال الدين افغان پوهنتون د محصلينو له خوا د پوهنتون په ودانۍ کې سوله ييز لاريون د سې شنبې ( د سپتمبر ٢٥) په ورځ وش.

لاريون کوونکو د امريکا او د هغه فلم د جوړوونکو پر ضد شعارونه ورکول چې پېغمبر (ص) ته يې سپکاوى کړى دى.

د لاريون پر مهال محصلينو د امريکا د ولسمشر بارک اوباما جوړ شوي ګوداګي ته اور ورته وکړ.

د دغه لاريون سمبالوونکو ويل چې دوى د دغه فلم د جوړوونکو محاکمه غواړي.

دوى د امريکا له حکومت څخه وغوښتل چې د بيان د ازادۍ په قانون کې بدلون راولي او څوک چې د نورو مقدساتو ته سپکاوى کوي، هغوى ته سزا وټاکي.

لاريون شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ او وروسته محصلين په سوله ييزه توګه خپلو ټولگيو ته ننوتل.

په امريکا کې د جوړ شوي دغه فلم پر ضد په افغانستان او ټوله نړۍ کې د لاريونونو لړۍ له څه وخته روانه ده.

د همدغو اعتراضونو په ترڅ کې په لیبيا کې د امريکا سفير ووژل شو او په مصر کې هم پراخې مظاهرې وشوې.

د پاکستان په پلازمېنه کې هم لوى اعتراضونه وشول چې مرگ ژوبله يې لرله او ملکي او دولتي ودانيو ته په کې تاوان واوښت.

په افغانستان کې دغه لاريونونه تر اوسه سوله ييز ليدل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>