
د غونډې حقوقي پوهانو ټينگار کاوۀ چې لاريونونه بايد د هېواد له قانون سره برابر تر سره شي.
د افغانستان يو شمېر اسلامي او حقوقي پوهانو د اسلامي ارزښتونو د سپکاوي پر وړاندې لاريونونه د ټولو افغانانو قانوني حق وبالۀ خو پۀ ډاگه يې کړه چې لاريون کونکي بايد د حکومت غوښتنې په پام کې ونيسي.
دوی وويل لاريون کونکي باید د خپل هېواد څارگرو دښمنانو ته دا وخت برابر نه کړي چې لاريونونه په تاو تريخوالي بدل کړي، عامه شتمنۍ زيانمنې کړي او يا د ولسي وگړو مرگ ژوبلې ته لار هواره کړي.
په افغانستان کې داسې مهال د لاريونونو د څرنگوالي او موخو په اړه علمي بحثونه جوړيږي چې لا هم په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې د هغه لانجمن فلم پر وړاندې لاريونونه روان دي چې ويل کيږي د اسلام د پېغمبر (ص) سپکاوى په کې شوى دى.
د افغانستان د سیمه یيزو مطالعاتو بنسټ د دغې ناستې د ويناوو لپاره داسې سرليک غوره کړی و چې لاريون د څه لپاره او څنگه؟
په ناسته کې د دغه هېواد د مشرانو جرگې يو شمېر سناتورانو، حقوقي پوهانو او ديني عالمانو برخه اخستې وه چې د موضوع پر بېلو اړخونو يې د عقلي او نقلي دلايلو له ليدلورو رڼا اچوله.
دغو پوهانو ويل، د اسلامي ارزښتونو د سپکاوي په حالت کې ټول مسلمانان قانوني او حقوقي حق لري چې لاريونونه وکړي.
وينا والو د اسلام د پېغمبر (ص) پر ضد جوړ کړل شوى فلم په شونو سختو ټکو وغاندۀ، او و يې ويل چې دې چارې له يوۀ ميليارد نه د ډېرو مسلمانانو احساسات ځپلي دي.
پوهانو او کارپوهانو دې چارې ته د يوۀ نړيوال جرم نوم ورکړ چې په وينايي تر سره کونکي يې بايد سزا وگوري.
د ناستې د سنبالونکي بنسټ مشر عبدالغفور ليوال وايي وينا والو لاريون د ولس حق وبالۀ خو په ټينگار سره يې وويل چې لاريون بايد سوله یيز وي او د هېواد څارگر دښمنان بايد وخت بيا نه مومي چې د لاريون په نامۀ ولسي وگړو او ټولگټو شتمنيو ته زيان وا ړوي.
د غونډې حقوقي پوهانو ټينگار کاوۀ چې لاريونونه بايد د هېواد له قانون سره برابر تر سره شي.
ويل يې د لاريون سنبالونکي بايد ۲۴ ساعتونه مخکې پوليس خبر کړي او د خپل لاريون موخه هم بايد څرگنده کړي.
همدا راز وايي لاريون بايد د يوۀ مدني خوځښت په توگه تر سره شي او له تاو تريخوالي په کې ډډه وشي.
وينا والو له حکومته هم وغوښتل چې د سوله یيزو لاريونونو مخه و نه نيسي خو اجازه ور نه کړي چې د لاريون سنبالښت او نظم خراب شي.
د لاريونونو په اړه دغه علمي غونډه داسې مهال روانه ده چې د اسلام ضد امريکايي فلم پر وړاندې لا هم لاريونونه روان دي.
اوس په افغانستان کې انگېرل کيږي چې ولس د پخوانيو کلونو په پرتله اوس د لاريونونو له سوله یيز کلتور سره اشنا شوي دي او د خپلې خبرې پخلې بيا په دې سره کوي چې څو کاله مخکې د اسلام د پېغمبر (ص) کارتونونه جوړ کړل شوي وو، پر وړاندې يې شوي د افغانانو گڼ لاريونونه په تاو تريخوالي بدل شوي وو، چې هم په کې يو شمېر خلکو ته مرگ ژوبل اوښتې وه او هم ټولگټې شتمنۍ زيانمنې شوې وې.












