
راپورونه وايي چې په دغو مظاهرو کې ګڼ کسان داسې ټپیان شوي، چې د مړینې وېره یې ډېره ده.
د اسلام پر ضد د جنجالي فلم له امله د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تاوتريخوالو نه په ډکو مظاهرو کې لږ تر لږ ۱۹ تنه وژل شوي دي.
په مظاهرو کې د ژوبلو شوو کسانو د مرګ وېره هم شته.
د کراچۍ په ښار کې پوليس له هغو مظاهره کوونکو سره په نښته کېوتل چې بانکونو او سينماگانو ته يې اور ورته کاوه.
په تلويزيوني انځورونو کې ښکارېدل چې د پېښور په ښار کې اعتراض کوونکو سپکې وسلې هم کارولې.
په پلازمېنه اسلام اباد کې پوليسو د هغو زرگونه لاريون کوونکو د يرغل مخه د اوښلن غازو په شيندلو سره ونيوله، چې غوښتل يې هغې ديپلوماتيکې سيمې ته وردننه شي چې د امريکا سفارت هم په کې پروت دى.
رخصتي
په پاکستان کې د لاريون پرمهال د تاوتريخوالي رپوټونه داسې مهال ورکړل شوي چې دولت د جمعې په ورځ د سوله ييزو لاريونونو لپاره رخصتي اعلان کړې وه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د پاکستان له حکومته مننه وکړه چې په مظاهرو کې يې د هغه هېواد په ديپلوماتيکو سيمو د يرغل مخه نيولې وه:
''غواړم د پاکستان د حکومت له هغو زلمو مننه وکړم چې په اسلام اباد کې يې زموږ پر سفارت، په لاهور، پېښور او کراچۍ ښارونو کې يې زموږ د کونسلګريو ساتنه کړې، زه غواړم په زغرده ووايم، لکه څنگه چې مې په وار، وار ويلي تاوتريخوالي نور نه شو زغملاى، د تاوتريخوالي لپاره نوره هېڅ توجيه نه ده پاتې، خو ځينې حرکتونه شته چې موږ تريېه په هېڅ ډول ملاتړ نه شو کولاى.''

د پېښور په وژل شوو کې یو هم د پاکستاني تلوېزیون آی ار ټي ګاډی چلوونکی وو، چې ویل کېږي د پولیسو په ډزو وژل شوی.
راپورونه وايي چې په دغو مظاهرو کې ګڼ کسان داسې ټپیان شوي، چې د مړینې وېره یې ډېره ده.
په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال وايي، د ځینو ټپیانو او ژوبلو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د پېښور په وژل شوو کې یو هم د پاکستاني تلوېزیون آی ار ټي ګاډی چلوونکی وو، چې ویل کېږي د پولیسو په ډزو وژل شوی.
په امریکا کې د "مسلمانانو معصومیت" په نامه تر خپاره شوي فلم وروسته د نړۍ په ګڼو مسلمانو هېوادونو کې مظاهرې وشوې، چې په ځینو کې پر تاوتریخوالي هم واوښتې.
ددغو مظاهرو لړۍ ځینو اروپايي هېوادونو ته هم وغځېدله.












