نن د کابل ښار په میرویس میدان او خوشحال مینه سیمو کې سلګونو کسانو د هغه فلم په غبرګون کې چې په امریکا کې جوړ شوی او د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد( ص) ته په کې سپکاوی شوی، لاریون وکړل.
مظاهره کونکو د اسلام د ستر پیغمبر نوم په لویو پاڼو کې لیکلی و او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول
لاریون کوونکو د ملکرو ملتونو، د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان او له امریکا غوښتنه کوله چې باید د یاد فلم جوړونکی چې د اسلام پیغمبر ته یې سپکاوی کړی د هاګ په نړیواله محکمه کې محاکمه کړي.
د لاریونوکونکو په باور د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی د نړۍ د سولې او ټیکاو لپاره یو جدي ګواښ دی.
دغه راز د جنوبي ولایتونو یو شمېر زده کونکو هم په خوشحال مېنه کې لاریون و کړ چې شمېر یې تر سلو تنو ډېر و.
دوی د امریکا د متحده ایالاتو بېرغ ا و د هغه هېواد د ولسمشر بارک اوباما انځورونو ته اور ورته کړ او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکړل.
لاریون کوونکو پر افغان چارواکو هم نیوکې کولې چې د دغه فلم د په اړه یې امریکا ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
تر دې وړاندې هم څو ځلې په پلازمېنه کابل او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې د هغه فلم په غبرګون کې، پراخ لاریونونه شوي دي.












