د ننګرهار پوهنتون محصلینو اسلام ته د سپکوونکوي امریکايي فلم پرضد لاریون وکړ.
د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلینو د کابل ـ جلال اباد لویه لار د لاریون له کبله د ترافیکو پرمخ تړلې ده.
لاریون کوونکو محصلینو پر سرونو جنډې تړلې او د امریکا ضد شعارونه ورکوي.
وړاندې د کابل په ګډون په ځینو ښارونو کې هم ددغه فلم پرضد لاریونونه وشول، چې د کابل لاریونونه په تاوتریخوالي هم واوښتل.












