
لاریون کوونکي تر یوه ساعت پورې د ملي شورا مخې ته ولاړ وو، خو څوک له دوی سره خبرو ته حاضر نه شوو.
په پلازمېنه کابل کې د مدني ټولنې یو شمېر غړو او محصلینو چې اکثر یي نجونې وې د غېر رسمي محکمو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
دغو لاریون کونکو چې په غزني کې يي د یوې غېر رسمي محکمې له خوا د یوې نجلۍ په درو وهلو په غبرګون کې سړکونو ته راوتلي وو، له دولته د عدالت او ټولنیز خوندیتوب غوښتنه کوله.
دغو لاریون کوونکو چې شمیر یې نژدې دوه سوه کسانو ته رسیده په خپلو شعارونو کې دعدالت غوښتنه کوله.
لاریون کونکي تر یوه ساعت پورې د ملي شورا مخې ته ولاړ وو خو هیڅ ولسي استازی له دوی سره د خبرو لپاره حاضر نه شو.
دغو کسانو په غزني کې د غېر رسمي محکمې له خوا د یوې نجلۍ محکومېدل و غندل او له دولته یې غوښتنه کوله، لږ تر لږه په هغو سیمو کې چې امنیت ټینګ دی د دا راز محکمو د جوړیدو مخنیوی وکړی.
لاریون کونکو تور پورې کړ، چې د حکومت د ناغیړۍ له کبله په ځینو سیمو کې غېر رسمي یا خپلسرې محکمې ډیرې شوې دي.
دوی له دولته غوښتنه کوله، چې د یادې قضیې د څیړنې لپاره دې له کابله یو پلاوی د غزني جاغوري و لسوالۍ ته واستوي.
نژدې یوه میاشت وړاندې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې یوه نجلۍ د یوې غېر رسمي محکمې له خوا د یو هلک سره د نامشروع اړیکو د لرلو په تور اتیا درې ووهل شوه او هلک اتیا زره افغانۍ جریمه شو. بل لور ته د غزني سمییزو چارواکو د دې موضوع په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.












