
په غونډه کې د مدني ټولنو لسګونو استازو ګډون کړی وو.
په افغانستان کې یو شمېر مدني ټولنو د سولې نړیواله ورځ ولمانځله.
په دغه غونډه کې د مدني ټولنو لسګونه استازو ګډون کړی وو.
دوی په جګړه کې له ښکېلو غاړو، افغان ولس او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.
دغه غونډه د سولې د نړیوالې ورځې په ویاړ د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ د مرکز له خوا جوړه شوې وه.
په غونډه کې د مدني ټولنو لسګونو استازو ګډون کړی وو.
یو شمېر ځوانانو سپینې جامې په تن کړې وې او شنې پټۍ یې تر ملاوو راتاو کړې چې موږ د سولې لارویان یو شعار یې پر لیکلی و.
د غونډې ګډون والو له افغان دولت، وسله والو مخالفینو او نړیوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره دې رښتینې هڅې وکړي.
دوی همداراز په جګړه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه وښوده.
د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز غړي ډاکټر خوشال روهي وویل، له افغان ولس څخه غوښتنه وکړه، چې د جګړې په پای ته رسولو کې دې ونډه واخلي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د سولې په اړه یوه لنډه مشاعره وشوه.
په ۱۹۸۱ کال ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په خپرولو د سپتمبر ۲۱د سولې د نړیوالې ورځې په نامه ونوموله.
له دې کاره یې موخه په نړۍ کې د یو مخیزې سولې په راوستو ټینګار وو.












