هلمند د ۱۷ وژل شوو پړه پر طالبانو واچوله

د خپريدو وخت: 06:14 گرینویچ - دوشنبه 27 اگست 2012 - 06 وږی 1391

د هلمند په کجکي ولسوالي کې د ولسي وګړو مرموزې وژنې دوام لري.

دهلمند چارواکي وایي چې تېره ورځ د دغه ولایت د کجکي ولسوالۍ په زمینداور سیمه کې نا معلومو کسانو د اوولسو تنو چې دوې یې مېرمنې دي، سرونه پرې کړې دي.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي وایي تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان چا وژلي دي.

د هلمند ولایتي ویاند له بي بي سي سره تر لومړۍ مرکې ایله دوه ساعته وروسته بي بي سي ته وویل، چې دا پېښه د کجکي ولسوالۍ په هغه سیمه کې شوې، چې د حکومت له کنټرول بهر ده.

نوموړي نېغ په نېغه ددې وژنې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده، او وايي چې طالبانو حکومت ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.

'د ښځو پر سر شخړه'

خو نوموړي په همدې څرګندونو کې وویل، چې دا پېښه د دوو طالب قومندانانو ترمنځ ددوو ښځو پر سر د شخړې له کبله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي ویلي چې یادو قومندانانو د مخالف لوري جنګیالي وژلي او بیا یې دا دواړه ښځې هم وژلې دي.

داود احمدي ویلي، چې مړي په یوه دښته کې غورځول شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه هېڅ نه دي ویلي.

بل لور ته د سیمې خلک وايي دغه ډول وژنې له څو اوونیو راهیسې دوام لري، چې په تېرو دوو اوونیو کې دغه ډول دوه پېښې رامنځ ته شوې دي.

د روژې په وروستۍ اوونۍ کې درې تنه قومي مشران او یو بل مخور کس هم په مرموزه توګه وژل شوي و.

ځایي خلک وایې دغه څلور کسان وروسته له هغه ووژل شول چې د مخکنیو مرموزو وژنو په اړه یې اندېښنه ښودلې وه.

تراوسه کومې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا د هلمند د موسى كلا ولسوال نعمت الله رسنیو ته ویلي چې پېښه د زمينداور په روشن آباد سيمه كې رامنځ ته شوې.

هغه ویلي چې يادو كسانو په سيمه كې د ټنگ ټكور پروګرام (بانډار) جوړ كړی وو چې د ناپیژاندو کسانو له خوا وژل شوي دي.

بل لور ته تېره شپه د همدې ولایت سیمه ییزو چارواکو وویل، چې ددغه ولایت د واشیر ولسوالۍ په یوه پوسته کې د ''داخلي توطيې'' له کبله لږترلږه د ملي اردو لس سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د هلمند ولایتي ویاند داود احمد بي بي سي ته وویل، پېښه تېره شپه د واشیر ولسوالۍ ګورازان پوسته کې رامنځ ته شوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>