
تر اوسه د دې پېښې پړه هم چا نه ده منلې.
د افغانستان سوېلي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې ددغه ولایت د واشیر ولسوالۍ په یوه پوسته کې د داخلي توطيې له کبله لږترلږه د ملي اردو لس سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د هلمند ولایتي ویاند داود احمد بي بي سي ته وویل، پېښه تېره شپه د واشیر ولسوالۍ ګورازان پوسته کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړی دا یوه داخلي توطيه وبلله او پېښه کې یې د څلورو نورو سرتېرو د ټپي کېدو خبره هم وکړه.
دی وايي چې برید کوونکو له ځانه سره ځینې وسایل او وسلې هم وړې د ي.
ښاغلي احمدي وویل، چې په وینا یې دښمن د مخامخ جګړې توان نه لري، او د توطیو له لارې جګړه کوي.
هلمندي چارواکي وايي چې په دې اړه یې پلټنه پیل کړې ده.
تر اوسه د دې پېښې پړه هم چا نه ده منلې.












