د برتانیا دفاع وزارت اعلان کړی، چې افغانستان کې یې یو عسکر د اورپکو په برید کې وژل شوی دی.
دغه برتانوی پوځي د سوېلي ولایت هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د تېرې جمعې په ورځ وژل شوی دی.
د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان د روانې شخړې له پیل راهیسې تر اوسه افغانستان کې ۴۲۵ برتانوي پوځيان وژل شوي دي.












