
تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
د اختر په لومړۍ ورځ د افغانستان د هلمند په ولايت کې په قبرونو کې ځاى پر ځاى شويو ماينونو چې په ريموټ کنټرول الوزول شوي، دوه ملکي وگړي وژلي او ١٠ نور يې ټپيان کړي دي.
د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د کمکي اختر په لومړي سهار ( يکشنبه د اگست ١٩) په هديره کې د درو چاودنو له امله دوه کسه ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان شول.
د هلمند پوليسو رسنيو ته وويل چې چاودنه د سهار په شاوخوا شپږو بجو د لښکرګاه د صافيانو په هديره کې وشوه.
پوليس وايي ناپيژندل شويو کسانو په هديره کې د ناوې ولسوالۍ د امنيه قوماندان او د وژل شوي ورور د قبر ترڅنګ په درېيو قبرونو کې ماينونه ځای پر ځای کړي وو.
د دوی د کورنۍ غړي نن سهار هديرې ته د دعا لپاره ورغلي وو چې د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنې وشوې چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.
لښکرګاه کې د روغتون مسوولين وايي چې له دغې پېښې ورته دوه مړي او ۱۰ ټپيان را وړل شوي دي.
سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.












