کابل د بدر الدين حقاني پر "وژلو" خبرې وکړې

د خپريدو وخت: 14:57 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391

وړاندې د بدرالدين حقاني د کورنۍ يوه غړي هم بي بي سي ته د نوموړي د وژنې پخلى کړى و.

افغان حکومت د دې خبرې پخلى وکړ چې د حقاني شبکې يو مهم مشر بدر الدين حقاني د ناټو د بي پيلوټه الوتکې د بريد له کبله په شمالي وزيرستان کې وژل شوى دى.

افغان چارواکي د بدر الدين حقاني وژنه پر ياده شوې شبکه کاري گوزار بولي.

خو وايي د دغې شبکې د شنډولو لپاره اړينه ده چې نور مشران يې هم په نښه شي.

وړاندې د بدرالدين حقاني د کورنۍ يوه غړي هم بي بي سي ته د نوموړي د وژنې پخلى کړى و.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت د بدر الدين حقاني د وژنې په پخلي سره وايي نوموړى سر بېره پر نورو بريدونو د هغو ډله یيزو وسله والو بريدونو بنسټيز طراح وو چې په ٢٠١١ او ٢٠١٢ ميلادي کلونو کې پر کابل وشول.

چارواکي دا هم وايي چې نوموړى حقاني شبکې ته د مالي سرچينو موندونکی هم و.

د ياد شوي وزارت وياند صديق صديقي د يوې ځانگړې مرکې په ترڅ کې بي بي سي ته وويل چې د دوى د موندنو پر بنسټ په رښتيا هم بدر الدين حقاني د ناټو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى دى.

"د هغو اطلاعاتو پر بنسټ چې د پوليسو د سرچينو له لوري تر لاسه شوي دي، بدر الدين حقاني چې د حقاني شبکې يو مهم کس و وژل شوې دى. نوموړى په هغه بريد کې وژل شوى چې نړيوالو ځواکونو کړى و".

ښاغلي صديقي وويل د بدرالين حقاني وژنه پر حقاني شبکې کره گوزار دی خو وايي د يادې شوې شبکې د شنډولو لپاره اړينه ده چې د دغې ډلې نور د سر سړي هم په نښه شي.

چارواکي وايي دوى د حقاني شبکې په اړه هسې اندېښنه لري لکه د القاعدې او نورو طالبانو په اړه يې چې لري.

د بدرالدين حقاني د وژنې خبر تېره اوونۍ پاکستاني رسنيو خپور کړ او افغان حکومت پرې تر دې مهاله څه نه و ويلي.

خو افغانستان مېشتي ناټو ځواکونه لا هم په دې اړه چپه خوله دي.

په پيل کې د حقاني کورنۍ يو شمېر غړو د بدرالدين حقاني د مرگ د خبر پخلى وکړ خو يو شمېر نورو غړو يې بيا دا خبره د حقاني شبکې د مورال ټيټولو په موخه نا سمه ادعا وبلله.

بدر الدين حقاني د پخواني جهادي قومندان جلال الدين حقاني زوى او د حقاني شبکې د اوسني مشر سراج الدين حقاني ورور دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>