
په وژل شويو کې د پاکستان طالبانو ځينې لوړ پوړي کسان هم ياديږي.
د ډيورنډ کرښې ته نژدې د کونړ په ولايت کې د نړيوالو ځواکونو د يوې بې پېلوټه الوتکې بريد هغه پاکستاني طالبان په نخښه کړي چې له کرښې پورې غاړې يې د پاکستاني پوځ پر ضد جنگ کاوۀ.
بريد د جمعې په ورځ ( د اگست ٢٤) مازديگر مهال د ډيورنډ کرښې ته نژدې د شيگل په سيمه کې د نړيوالو ځواکونو د يوې بي پيلوټه الوتکې له خوا شوى دى.
لومړنيو رپوټونو کې شک ښوول شوى چې لږ ترلږه ١٠ کسه په دې بريد کې وژل شوي دي.
په وژل شويو کې د پاکستان طالبانو ځينې لوړ پوړي کسان هم ياديږي.
د ملا دادالله او ملا عبدالرحمن غالب نومونه په وژل شويو کې ياد شوي چې د پاکستان پوځ يې له ډېره وخته په لټه کې وو.
له کونړ څخه ځينو نا تاييد شويو رپوټونه داسې ښووله چې د دغو پاکستاني طالبانو له خوا په باجوړ کې پر پاکستاني پوځ د جمعې په ورځ ( اگست ٢٤) بريدونه شوي و.
ملا داد الله او عبدالرحمن غالب څو مياشتې وړاندې د هغو گڼ شمېر زده کوونکو په تښتولو تورن شوي وو چې له باجوړه يې ورسره بېولي وو.
د پاکستان له لورې په دې وروستيو څو مياشتو کې پر کونړ توغندي توغول شوي وو چې ويل کېدل همدغه طالبان په نخښه کوي.
په هغو بريدونو کې ولسي وگړي وژل شوي وو چې د کابل له لورې يې سخت غبرگون وپاراوۀ.
ولسمشر حامد کرزي له خپل پاکستاني سيال سره پر دې موضوع خبرې وکړې او دواړو غاړو سره پتېيلې وه چې يو گډ کميسيون به دې موضوع ته گوري.
اسلام اباد له امريکايي پوځي چارواکو سره هم پر پاکستاني طالبانو خبرې کړې وې او ويل يې چې په افغانستان کې پټ شوي دي.












