'د افغان کډوالو ستنېدل پر حالاتو پورې تړلي'

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي پاکستان ژمنه ورسره کړې چې د افغان کډوالو د ستنېدو په لړۍ کې به له نرمښته کار اخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر ژمنه کړې چې له پاکستانه د افغان کډوالو بېرته ستنېدو چارې به د افغانستان د روانو حالاتو په پام کې نیولو سره سمې ترسره کېږي.
دا ژمنه داسې وخت شوې چې په پاکستان کې د هغو کډوالو د اوسېدو وخت پای ته رسیږي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
افغان حکومت لا له وړاندې ویلي وو، چې دوی په اوسنیو حالاتو کې د ګڼ شمېر د کډوالو د ورستنېدو لپاره چمتووالی نه لري.
پاکستان دا اعلان وروسته تر هغه وکړ، چې زرګونه افغان کډوالو له پاکستانه خپل هېواد ته په زوره د ستنېدو وېره ښوولې وه.
دا ستنېدل به تر هغه ضرب الاجل وروسته تر سره شي چې پاکستان افغان کډوالو ته ټاکلی وو او دا شنبه (د جون ۳۰) پای ته رسیږي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو ایالتي وزیر میا افتخار حسین وويل، قانوني ارګانونو ته دنده سپارل شوې چې د ټولو غیر قانوني افغانانو لستونه راټول کړي، چې کله د جون د ۳۰ نیټې ضرب الاجل پای ته ورسیږي.
د دغو غیر قانوني افغانانو د نیولو او بندي کولو امر به صادر شي چې بالاخره به د محکمې له پړېکړې وروسته خپل هېواد ته استول کيږي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرأت وايي له خیبر پښتونخوا سره يې يوه وړه ستونزه درلوده او اوس حل شوې. هغه وايي دوی د خیبر پښتونخوا له ایالتي حکومت سره سلا مشورې ته رسېدلي چې افغانانو ته څه قانوني اسناد ورکړل شي او پاتې شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا یو اين ايچ سي ار په وينا دا مهال شاوخوا ۱، ۷ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې د قانوني کډوالو په توګه مېشت دي او په زرګونو نور ناقانونه هلته شپې سبا کوي.








