جان الن: پر طالبانو د بریا په حالت کې یو

د عکس سرچینه، AFP
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو عمومي قومندان د سپتمبر د یوولسمې د لسم تلین د مراسمو په ترڅ کې وویل، نړیوال ایتلاف په افغانستان کې پر وسله والو طالبانو د بریا په درشل کې دی.
جنرال جان الن په کابل کې د امریکا په سفارت کې د سپتمبر د ۱۱مې د لسم تلین د مراسمو پرمهال خبرداری ورکړ چې افغانستان کې به اورپکي خپلو موخو ته ونه رسېږي.
دغو مراسمو ته یو شمېر افغان چارواکي او د نړیوالې ټولنې استازي هم ورغلي ول.
جنرال جان الن وویل: ''موږ د اورپکو په شاکولو وتوانېدو. په دې ورځ ویلای شو چې موږ په افغانستان کې د بریالیتوب پر لور روان یو.''
پر همدې مهال، د سپتمبر د ۱۱ د لسم تلین له ورځې رارسېدو یوه ورځ وړاندې وسله والو طالبانو په میدان وردګو ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر اډه برید وکړ، چې لږترلږه دوه ولسي وګړي پکې ووژل شول او د ۲۵ ولسي وګړو په ګډون ۱۰۲ ایساف سرتېري پکې ټپیان شول.
په کابل کې د سپتمبر د ۱۱ د لسم تلین په مناسبت د امریکا سفیر له افغانستان سره د امریکا پر همکارۍ ټینګار وکړ.
رایان کروکر وویل ''په تېرو لسو کلنو کې چې افغانستان او امریکا کې کومې پېښې شوې، ددواړو هېوادو ولسونه یې د یوه مشترک هدف لپاره سره نژدې کړل''.
ښاغلی کروکر دا هم وویل چې ''د افغانستان خاوره باید هېڅکله دداسې عناصرو له خوا ونه کارول شوي چې د امریکا، افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې پرضد فعالیتونه کوي. ''
په تېرو لسو کلونو کې، نه یوازې افغانستان کې د ناامنیو کچه راټيټه شوې، بلکې د تاوتریخوالي لمن د هېواد شمالي سیمو ته هم غځېدلې ده.

د عکس سرچینه، Reuters
په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د ډله ییزو بریدونو او هدفي وژنو تاکتیک ته مخه کړې، چې په لړ کې یې یو شمېر افغان چارواکي ووژل شول.
پر همدې مهال، امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو پروګرام پیل کړی، او د یو شمېر سیمو امنيتي چارې هم افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.
په پام کې ده چې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد لړۍ به د ۲۰۱۴ تر پایه بشپړه شي.
وسله وال طالبان وايي چې افغانستان یې پرضد د امریکا جګړه ناکامه ده، خو امریکايي چارواکي ټينګار کوي چې له افغان دولت سره د نړیوالو پر ملاتړ سربېره، باید ددغه هېواد ټول مسؤولیتونه پخپله افغانانو ته وسپارل شي.








