پکتیکا کې چاودنې د ۱۲ مسافرو ژوند واخیست

د پکتیکا والي پېښه تایید کړې او امنيتي چارواکو بي بي سي ته وویل چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د یادې ولسوالۍ په 'یوسف نری' سیمه کې هغه مهال وشوه، چې له کوټې د مسافرو یو ګاډی د تروو او وازې خوا ولسوالیو ترمنځ پر لوی غځېدلي سړک پرماین وخوت .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا په چاودنه کې د مړو شویو کسانو شمېر لس او د ټپیانو شمېر نهه کسه ښودلی دی .
د امنيتي چارواکو په وینا، په وژل شوو کې پنځه ماشومان او پنځه سړي دي .
د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې د ځينو روغتیايي حالت د اندېښنې دی .
د چاودنې پړه تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخیستې .
له تېرو دوو کلونو راهیسې په پکتیکا کې دا ډول پېښې ډېرې رامنځ ته شوې دي .
په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېر پر زیاتېدو دی .
ملکي خلکو ته تر ډېره د بهرنیو ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښتو، عملیاتو او همداراز د ماینونو له کبله مرګ ژوبله اوړي .
د روانۍ مارچ پرلومړۍ د تېرې سه شنبې پر ورځ بهرنیو ځواکونو د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې پر ماشومانو بمبار وکړ او نهه کسه یې ووژل .
سیمه ییزو خلکو هم تایید کړې وه چې بهرنیو ځواکونو د ماڼوګۍ په ننګلام سیمه کې نن ماسپښين بمبار کړی، چې تر اوسه په کې د نهو ماشومانو د وژل کېدو او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی .
څو ورځې وړاندې هم په کونړ کې بهرنیو ځواکونو بمبار کړی، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې شاوخوا ۶۰ ولسي وګړي وژل شوي ول .
که څه هم افغان ولسمشر په ټينګار له بهرنیو ځواکونو د ولسي وګړو ژوند ته د پام کولو غوښتنه کړې، خو دا په تېرو نژدې لسو ورځو کې درېیم هوايي برید دی، چې ولسي وګړي په کې وژل کېږي .
په افغانستان کې د ناټو ایساف ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي خپلو قومندانانو ته یې له سره تر ممکنه بریده د ملکي تلفاتو د مخنيوي لارښوونه کړې ده .

دغه امریکایي جنرال له بي بي سي سره په یوه ځانکړې مرکه کې د افغانستان د خلکو خوندیتوب د خپلو ځواکونو اساسي دنده بللې او وایي د تیر پر تله د عملیاتو پر مهال د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په کچه کې د پام وړ کمی راغلی، خو دا مني چې لا هم کله- ناکله د دوی د ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.
په افغانستان کې د ناټو – ایساف ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېیاس دغه څرګندونې تر ډېره د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې شاوخوا لس ورځې وړاندې د ناټو په هوایي بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونه ملکي وګړو د وژل کیدو پیښې ته غبرګون وو .
ښاغلي پیټرېیاس وویل ده د یوه لارښود یا دایریکتف په ترڅ کې له خپلو قوماندانانو په کلکه غوښتي چې تر وسه وسه د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پام وکړي.
په ټوله کې د ښاغلي پيټرېیاس انګیرنه داوه چې د تېر پر تله دا مهال د ناټو ایساف په عملیاتو کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په کچه کې د پام وړ کمې راغلی او برعکس یې ادعا دا وه چې ګواکې ۷۰ سلنه ملکي وګړي د طالبانو په بریدونو کې وژل کېږي .








