په خوست کې ځانمرګي 11 تنه وژلي دي

د افغانستان په سوېل ختيز ولايت خوست کې د پوليسو پر يوه پوسته شوي ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه د دوو پوليسو په ګډون يوولس تنه وژل شوي دي .
د پوليسو سيمه ييز مشران وايي پوليس تر چاودنې مخکې پر دغه ګاډي شمکن شوي ول او هغه ته يې د درېدو ويلي ول خو چلوونکی له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی چوولی دی.
دپوليسو دغه پوسته د ښار له ګڼې ګوڼې يوې ډکې سيمه کې ده چې نژدې کورنه او هټۍ د چاودنې له کبله ويجاړې شوې دي .
په بريد کې لږ تر لږه دېرش تنه نور ټپيان شوي چې ډېر يې ولسي وګړي دي .
طالبانو د بريد مسوليت منلی او ويلي يې دي چې په بريد کې يې ديارلس پوليس وژلي او پېنځه لس نور ټپيان کړي دي.
له بلې د ختيزولايت کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې کې د ايتلافي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې تر دېرش زيات وسلوال طالبان وژل شوي دي .
نړيوالو ځواکونو په يوه ويناپاڼه کې ويلي بريد د شپې مهال شوی چې څلور ساعته يې دوام درلود.
دوی وايي خپل هدف يې ښه په نښه کړی او له همدې کبله ولسي خلکو ته زيان نه دی اوښتی .
طالبانو تر اوسه پورې د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.








