د څښاک اوبو کمساری کمښت؛ افغانستان او ایران کې شکایتونه په ډېرېدو دي

Kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د څښاک او ورځني مصرف اوبو ته د لاسرسي له محدوېدو شکایتونه په ډېرېدو دي.‌

په هغو سیمو کې چې اوبه پکې کمې شوې، پلازمېنه هم ده، چې میلیونونه اوسېدونکي لري.

د کابل له ځینو سیمو په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې خلکو د اوبو ترلاسه کولو ته اږده کتارونه جوړ کړي دي.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د یوې څېړنې له مخې چی څو کاله وړاندې شوې، په کابل کی تر ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۲۰ مترو پورې کمه شوې ده.

د اقلیم بدلون، پرله پسې وچکالي، د اوبو مصرف کې بې احتیاطي او بې درېغه د ژورو څاګانو کېندل هغه عوامل دي، چې تر ځمکې د لاندې اوبو کمېدو لامل کېږي.

د څښاک د اوبو کمښت او له دې اړخه راتلونکې ته اندېښنې اوس پر خواله رسنیو کې د بحث یوه مهمه موضوع ده.

د اوبو د مدیریت د چارو له افغان څېړونکي نظیم سمون پر خپل فېسبوک لیکلي "نن سبا د کابل د خلکو د مجلسونو یوه بله ګرمه موضوع اوبه دي. یو له بله پوښتنه کوي - کور مو اوبه لري؟"

هغه زیاتوي "د اوبو قحطي د افغانانو لپاره یوه وبا ده اومخکې له دې چې تشدید شي، غم یې باید وخوړل شي."

ښاغلي سمون د اوبو لګولو کې د بې احتیاطۍ یادونه هم کړې ده‌.‌

امید حیران لیکلي "کابل د اقليمي بدلون په سبب د اوبو د کمښت له لوی ناورين سره مخ کېدونکی دی. که د لامبو سوناګانې او د‌ معدني اوبو په نوم د ژورو څاګانو شرکتونه بند نشي او د ځمکې د تل خوږې اوبه همداسې بې رحمانه ضايه شي. لرې نه ده چې د ځمکې د تل اوبه به مطلق وچې شي."

احمد جمالزي لیکل‍ي‌ "خدای مه کړه داسې وخت راتلونکی دی چې ښار به وي خو خلک نه."

سیف الله احمدزي له ژورې څاه د کروندو د خړوبولو یوه ویډیو خپره کړې ده.

هغه لیکلي "که د څښاک اوبه د کروندو لپاره دا وړ پرېمانه استعمال شي؛ لرې نه ده چې یوه ورځ به د څښاک اوبه نه پیدا کېږي."

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ, 3

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای, 3

د کابل ځینې اوسېدونکي وايي،‌ له دې کبله چې څاګانې وچېږي، دوی اړ شوي چې په څو کلونو خپلو کورونو کې دوه درې ژور څاګانې وکېندي.‌

د یادونې ده چې په کابل او ځینو لایتونو کې لسګونو زره کورونو ته د نل اوبو شبکې هم غځېدلې دي.

اوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ژورې څاوې هم د اوبو کچې د ټیټېدو لامل بلل کېږي.

‌د افغانستان د اوبو رسولو مشر انجنیر نعمت الله احمدي څه موده مخکې بي‌بي‌سي ته ویلي وو "مونږ په هغې اندازه اوبه نشو رسولی څومره یې چې اړتیا ده. کابل ښار کې مونږ ۷۰ زره کورنیو ته د څښلو پاکې اوبه رسوو. داسې حال کې چې ۳۰۰ زرو نه اضافه کورنۍ د نل اوبو ته اړتیا لري خو مونږ نشو کولای ځکه د اوبو له کمښت سره مخ یو او سرچینې وچې شوي."

پر کابل سربېره له لایتونو هم د څښاک اوبو د کمښت رپوټونه ترلاسه کېږي.

تازه '۸صبح' د نیمروز ولایت د ځینو خلکو په حواله لیکلي، چې دوی هم د څښلو او نور ورځني مصرف د اوبو له جدي کمښت سره لاس ګریوان دي.‌

دوی ویلي، دغلته د اوبو د هرې بوشکې بیه له ۱۵ څخه ۳۰ او ۳۵ افغانیو او د یوه ټانکر اوبو بیه له ۳۵۰ څخه ۱۲۰۰ افغانیو ته ختلې ده.

خو د طالبانو ځايي چارواکو دې ورځپاڼې ته ویلي چې دوی د اوبو د تصفیې شرکتونو او د ټانکرونو خاوندانو ته بیې ټاکلې خو هغوی پر عمل نه دی کړی.

له دې سره په نیمروز کې تر پولې ورهاخوا د ایران په څو ښارونو کې هم تودوخه د سانتیګراد پر ۵۰ درجو اوښتې او ترڅنګ یې د اوبو له کمښته هم شکایتونه شوي.

ایران

د عکس سرچینه، ISNA

دغلته د خوزستان د غیلاویه او ملاشیه ولسوالیو اوسېدونکو فارس خبري اژان ته ویلي "اوبه یا چورلټ نه وي یا که راهم شي، فشار یې کم او بوی یې خوسا وي. دمګړۍ د ټانکرونو په اوسیله اوبه رسول کېږي، خو ټانکرونه د ځايي اوسېدونکو اړتیا نشي پوره کولی."

د یادونې ده چې د خوزستان څو ښارونو کې دوه کاله وړاندې د اوبو د کمښت له کبله احتجاجونه هم شوي وو، چې د حکومت لخوا وځپل شول.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وران کال په یوه ګډ راپور کې ویلي و چې په نړۍ کې له هرو دریو کسانو یو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

ملګرو ملتونو هم د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو، په نړۍ کې هر کال ۱ اعشاریه ۴ میلیونه انسانان د ناپاکو اوبو څښلو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو پایله کې مري او د ۷۴ میلیونه نورو عمر د کمزوري حفظ الصحې له کبله لنډېږي.